شنونکی بلال فاطمي وايي:« دا به د افغانستان لپاره له سیاسي پلوه د سیاسي پیژندنې او رسمیت پیژندنې پر لور یو بل غوره ګام وي او په دې برخه کې به مرسته وکړي. ځکه دا ډول ناستې به مخکې په بیجینګ او اسلام اباد کې کیدلې او اوس په کابل کې کېږي.»
شنونکی طارق فرهادي وايي:« په کابل کې د ټرویکا پلس ناستې جوړیدل یو غوره نظر دی،چې د ځینو بهرنیو هېوادونو استازي وکړای شي ،د طالبانو نور مشران هم وګوري. همدا رنګه چې د امریکا استازی توماس ویسټ کابل ته راشي دا خپله یو غوره کار دی.»
اخوا د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي،تر اوسه د دغې ناستې ځای او وخت دوی ته نه دی مشخص شوی، خو پر وینا یې د هرې هغې ناستې هرکلی او ملاتړ کوي،چې د افغانانو ستونزې په کې څېړل کېږي او پرمختګ ته لار هواروي.