Skip to content
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي توماس وېسټ له اسلامي امارت غوښتي، چې د افغانستان د سياسي جوړښت ټاکل کیدو لپاره لویه جرګه راوغواړي.
ویسټ په یوه تازه مرکه کې د اسلامي امارت هغه ادعا رد کړې،چې ګنې د ټول شموله حکومت په نوم پر دوی د خپلې خوښې وړ کسان په واک کې شاملول غواړي.
هغه ټینګار کړی دی،چې ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او بل هېڅ بهرنی لوری دې په دې برخه کې فشار نه اچوي،خو په وینا یې اسلامي امارت بايد د ښځو او قومونو په ګډون له ټولو افغانانو د لویې جرګې په چوکاټ کې د راتلونکي سیاسي جوړښت په تړاو پريکړه وغواړي.
وېسټ ټینګار کړی،چې تر راتلونکي مارچ میاشتې بايد اسلامي امارت د نجونو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.
هغه له اسلامي امارت سره د امریکا د پيل کړو مذاکراتو په تړاو ویلي،چې له ترهګرۍ سره د ریښتینې مبارزې، د ښځو او بشري حقونو د درناوي، د خپلسرو نیونو د پای ته رسولو او افغان خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو غوښتنې یې ورڅخه کړي دي.