کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف پر مشرۍ راغلي پلاوي د سفر په دويمه ورځ هم د اسلاميامارت له چارواکو سره لیدنې او بحثونه درلودل.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي،د اسلام اباد پلاوي سفر ته هېله من دي او تمه شته، چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو به مثبته اغېزه ولري.
کریمي وايي، پاکستاني پلاوي سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، اقتصاد، بشري ناورین، امنیت او همدا راز پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار پرسره خبرې اترې شوي دي.
کریمي زیاته کړه:«په بېلابېلو موضوعاتو بحثونه شوي،نن به هم دوام کوي. د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا،سوداګرۍ،د تجارانو د مالونو د لیږد،مسافرو په تګ راتګ او صفری نقطو کي د ستونزو په تړاو خبري وشي»
دغه راز د هند دغنمو په تړاو هم اندیښنې او نیوکې دي،چې ګواکې پاکستان له خپلې خاورې د انتقال اجازه نه ورکوي،خو اسلامي امارت وايي،د هند غنمو مرستې پر مخ کوم خنډ نه دی رامنځته شوی.
کریمي وايي:« د غنمو په برخه کي کوم خند نه شته دی،پروسه عادي ده. پروسه به دوام کوي او افغانستان ته به غنم راځي.»
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي که څه هم کابل ته د اسلاماباد پلاوي سفر ګټور بولي،خو لاهم د پاکستان پر نیت شکونه پرخپل ځای دي.
د دوی باور دا دی،ترهغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضاء رامنځته نه شي او په اساسي ډول اختلافي مسایلو ته حل لار ونه موندل شي،دغه ډول لیدنې ګټه نلري.
پاکستاني پلاوي تردې مهاله د رئیس الوزرا له دوهم مرستیال عبدالسلام حنیفي او د بهرنیو چارو چارسمبالي، اقتصاد او سوداګرۍ وزیرانو سره لیدلي، خو تراوسه یې د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا برادر او د دفاع سرپرست وزیر سره یې لیدنه نه ده شوې.