Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د پاکستان امنیت شورا سلاکار سره کتلي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/30

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا  مرستیال عبدالسلام حنفي  د شنبې ورځ د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۹ مه» په کابل کې د پاکستان ملي امنیت شورا له سلاکار معید یوسف  او مل پلاوي سره لېدنه وکړه.

لېدنه کې دواړو لورو  پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او د سیمه ییزو سترو پروژو د تطبیق تر څنګ یې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په تړاو خبرې کړې دي.

عبدالسلام حنفي افغان کډوالو ته د بشري مرستو رسولو او د پاکستان له کوربتوب مننه کړې او د ټاپې، ټاپ، کاسا زر او اوسپنې پټلۍ پروژو پر تطبیق یې د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د اسلامي امارت تګلاره روښانه ده او هېچا ته د دې اجازه نه ورکوي،چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

حنفي یوسف ته ویلي، افغانستان هم له ګاونډیو ورته تمه لري.

حنفي له پاکستاني سوداګرو او پانګه والو غوښتي دي،چې په افغانستان کې د انرژۍ، کانونو کېندنې او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف  بیا ویلي، پاکستان د سترو سیمه ییزو پروژو تطبیق ته ژمن دی او باید د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور پلاوي ایجاد او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغتیا، پوهنې، سوداګرۍ، کانونو او مالوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په تورخم او سپین بولدګ کې افغان مسافرو، ناروغانو او سوداګرو ته د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د ښه والي په موخه د لازیاتو اسانتیاوو پر برابرولو هم خبرې کړې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist