Skip to content
محمد رسول اخند یو له هغو طالب مشرانو و چې په دوه زره پنځلسم کال کې یې د امارت رهبري شورا سره د سیاسي مخالفتونو راپورونه خپاره شول.
نوموړی د پاکستان زندان کې له پنځه کلن بند ازاد شوی او له اوسني نظام نه يې د ملاتړ جلبولو لپاره کار پيل کړی دی.
سرچینې شمشاد ته ویلي چې هغه کابل ته هم لنډ سفر کړی او ددفاع سرپرست وزیر په ګډون یې له یو شمېر جګپوړو مسوولینو سره کتلي دي.
ملا محمد رسول نورزی د اسلاميامارت د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د نيمروز والي و او په دوه زره یو کال کې د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی شو.
نوموړی د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په لومړيو کې په پاکستان کې ونيول شو او پنځه کاله بند یې تېر کړ.
سرچینې شمشاد ته ویلي چې ملا محمد رسول اخند له بند ازاد شوی او دا مهال په کندهار کې حکومتي مسوولینو او قومي مخورو سره په ليدنو بوخت دی.