Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د کتاب چاپ کولو چارې کمرنګه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/29

په کندهار ولایت کې یو شمېر ليکوالان او د چاپ خونو مسوولين وایي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د کتاب چاپ کولو چارې ټکنۍ شوي. 

دوی د کتابونو  د چاپ  کولو چارو ټکني کېډو لامل د ليکوالانو ټيټ اقتصاد په ګوته کوي.

کندهار ښار کې د یوې چاپ خونې مسوول محمد علي وايي:« دا څویم کال دی، چې لیکوالان کتابونو چاپ ته زړه نه ښه کوي، اقتصادي وضعیت یې سم نه دی، نو له همدې امله زموږ چارې هم ورسره ټکنۍ شوي دي.» 

د محمد سحر په نوم د کندهار يو تن ليکوال،چې وړاندي يې يو کتاب چاپ شوی او دوه نور يې د چاپ لپاره چمتو دي وایي،د ليکوالانو اقتصادي ستونزو له امله د کتابونو د چاپ چارې له تېرو دوه کلونو راهیسې درېدلي دي.

سحر وايي، له  مسوولينو  غواړي،چې په دې برخه کې  ورسره مرسته وکړي. 

سحر زیاته کړه:« له تېرو دوو کلونو راهیسې د کتاب چاپ کولو برخه کې له ستونزو سره مخ یو. زموږ اقتصادي  حالت دومره ښه نه دی، چې پر خپل لګښت کتاب چاپ کړو.» 

پر همدې مهال د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ مشر نوراحمد سعيد په دې برخه کې د تازه هڅو د پیل یادونه کوي او وايي، ډېر ژر به د کتاب چاپ کولو درېدلې لړۍ راپیل کړي.

سعيد  زیاتوي:« همدا اوس په کندهار کې د طلوع افغان ورځپاڼه په ډېره ښه او معیاري بڼه چاپ کېږي. د کتابونو د چاپ کولو په برخه کې مو هم جدي هڅې روانې دي او ډېر ژر به دغه برخه کې هم  د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.» 

که څه هم کندهار کې د ليکوالۍ چارې له تېرو دوو کلونو راهیسې د پخوا پرتله کم رنګه شوي،خو د اسلامي امارت په راتګ سره اوونيزي مشاعري او ادبي ناستي پاستې یو ځل بیا په ښه  ډول پیل شوي او د ادب مینوال پرې خپله مینه ماتوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist