Skip to content
د ناروې د کډوالۍ شورا یا این آر سي ويلي، مالومات ښيي،چې پر افغانستان د لوېدیځ اقتصادي بندیزونه، مرسته رسوونکو بنسټونه ته د پیسو د لېږد اجازه نه ورکوي او مخه یې نیولې ده.
یادې شورا ویلي، له همدې امله افغانستان کې میلیونونه کسان له بېړنیو مرستو محروم پاتې دي.
د شورا په خبره، تر هغې،چې د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت او نورې مرستندویه ادارې رغنیز او سملاسي اقدام ونه کړي، بانکونه د بشري مرستو لپاره د مالي لګښتونو اسانتیاوې رامنځته نه کړي او د افغانستان بانک د خپلو مهمو دندو پیل ته راونه ګرځي، افغانستان کې به یلیونونه کسان له ګواښ سره مخ وي او مرستې رسول ناشوني دي.
د ناروې د کډوالۍ شورا په راپور کې له افغانستان سره د مالي مرستو اوسنی بهېر اروزل شوی او ښودلې یې ده،چې دا لړۍ د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ معیار، خوندیتوب او توازن نه لري او د لګښتونو د پوره کېدو سره برابره نه ده.
په کور دننه افغانستان کې هم پر د امریکا پر متحده ایالاتو نیوکه ده،چې هر څه نمایشي کوي او په عمل کې هېڅ نشته دی.