Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان بې وزله ماشومان: له نړیوالو غواړو لاسنیوی مو وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/29

افغان ماشومان چې د بې وزلۍ له امله د سړک په سر کار کوي وايي، له نړیوالو غواړي غږ یې واوري او لاسنیوی یې وکړي. 

دوی وایي، افغان ماشومان زده کړو او خوړو ته اړتیا لري، نه د سړکونو په سر کار کولو ته.

بسم الله هغه ماشوم د، چې له کندزه کابل ته راغلی او دلته د سړکونو په سر کاغذونه ټولوي وایي،  اسلامي امارت دې د دوی پلرونو ته د کار کولو زمینه برابره کړي،ترڅو دوی د کار پر ځای زده کړو ته مخه کړي.

بسم الله وايي:« دلته کاغذونه ر ټولوم،نو له اسلامي امارته مو هېله دا ده،چې زموږ پلرونو ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو موږ اړ نه شو،چې کار وکړو، بلکې موږ حق لرو،چې مکتب ووایوو او درس ووایو. دا حق نه لرو،چې پر سړکونو کاغذونه ټول کړو.» 

په دې ماشومانو کې یوه د شیوا په نوم هغه نجلۍ ده،چې د سړکونو پر سر د خلکو بوټونه رنګ کوي او هره ورځ خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.

دا وایي پلار یې ناروغ دی او وروڼه یې تر دې کوچني دي،نو ځکه اړه شوې،چې لاس پر کار شي.

شیوا زیاته کړه:« زه بوټونه رنګ کوم او د ورځې تر ۱۰۰ افغانۍ پیدا کوم،چې د پنځوس ډوډۍ اخلمه، تر ماښامه کار کوم، بیا کور ته ځمه.»

اخوا بیا د افغان ماشومانو او ځوانانو لپاره د موسکا ډلې په ۱۵۰ بې وزله ماشومانو هغه چې د سړکونو پر سر کار کوي، ژمني لباسونه ووېشل.

دوی وایي، د دې کار لپاره یې پر کوردننه او بهر ۱۱ سوه کاناډایي ډالر او ۵۰۰۰۰ افغانۍ راټولې کړي وې او هڅه کوي، دا لړۍ دوامداره وساتي.

د افغان ماشومانو او ځوانانو لپاره د موسکا ډلې غړی احسان الله بیټنی وايي:« نن چې موږ کوم پروګرام لرو،ماشومانو ته د ژمنیو لباسونه وېشنه ده او ۱۵۰ ماشومانومو ټاکلي دي او په دوه ډوله مو ورته مرستې راټولې کړي،چې پر کرښه او ښار کې د اعلاناتو په نشرولو سره.»

د افغان ماشومانو او ځوانانو لپاره د موسکا ډلې یو بل غړی افراسیاب عربزاده وايي:« تر دې دمخه مو په پرورشګاه کې ماشومانو ته تعلیمي برنامې درلودې او کمپاین مو ورته کاوه.  سږ کال مو هم وغوښتل،چې ماشومانو ته کار وکړو.»

د افغان ماشومانو او ځوانانو لپاره د موسکا ډلې غړي وايي،په دغه ژمنیو لباسونو کې خولې، جامپر، دست کشې، جرابې او جاکټ شامل دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist