Skip to content
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترس د افغانستان په اړه د امنیت شورا ناستې د وینا پر مهال وویل،هغو ټولو قوانینو او محدودیتونو ته باید له سره کتنه وشي، چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو کې خنډ جوړوي.
ګوترس غوښتنه وکړه،چې نړیوال بانک کې د افغانستان د بیارغونې د صندوق یو اعشاریه دوه میلیارد ډالره کنګل شتمني باید خوشې شي.
نوموړي د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو ته وویل،افغانان رسۍ کې ځوړند دي، ورځني ژوند یې په دوزخ اوښتی او میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي .
اخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز بیا ویلي، افغانستان کې جګړه ختمه شوه،خو سوله نه ده راغلې او پر وینا یې اوس د دې وخت دی،چې اسلامي امارت د وېرې پر اساس نه بلکې د باور پر بنسټ حکومت وکړي.
لاینز ټینګار وکړ،چې حکومت باید ټول شموله وي، د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او اسلامي امارت باید د ملي پخلاینې لپاره یو افغاني ډیالوګ پیل کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې افغانستان کې بشري وضعیت ترینګلی یاد شو،چې باید د سمون لپاره یې ګامونه واخېستل شي.