Skip to content
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبینزیا پر امریکا نیوکه کړې،چې غواړي افغانستان کې خپله ناکامه تګلاره بریالۍ وښیي.
نبینزیا ویلي، امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم افغانستان ته تللې وه،خو پر وینا یې د امریکا په شتون کې په افغانستان کې ترهګرۍ زور واخیست او د مخدره توکو پر مرکز بدل شو.
نبینزیا ویلي، میلیاردونه ډالر افغانستان ته ولېږل شول،خو ټول بېرته د امریکا د فاسدو لاسپوڅو په لاس یا امریکا او یا خلیج هېوادونو ته ووتل.
نوموړي زیاته کړه، اوس امریکا هڅه کوي،په افغانستان کې د روان کړکېچن وضعیت له مسوولیته ځان وباسي او د افغانستان د بیارغونې لپاره د نورو هېوادونو د اړتیا په اړه څرګندونې کوي.