Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د روښانه راتلونکې ټولنه: بهر مېشتي افغانان باید د  بې وزله  هېوادوالو لاسنیوی وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/27

د روښانه راتلونکې ټولنې مسوولین وايي، بهر مېشتي افغانان شتمن دي او باید بې وزله هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

دوی وايي،د بهر مېشتو افغانانو په مالي مرسته یې کابل کې د یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وکړه.

 د یادې ټولنې مسولینو پر وینا، لس قلمه خوراکي توکي یې  پر ۱۵۰ بې وزله کورنیو ووېشل.،

د مرستو همغږۍ کوونکی سمیع الله پام وايي:« البته دغه مرسته د یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت خوراکي توکي دي او بهر میشتو افغانانو راټولې کړې د، چې تقریبا د یوې میاشې خوراکي توکي دي او موږ هره کورنۍ  لس نفري په نظر کې نیولې.»

د روښانه راتلونکې خیریه بنسټ مسوولین وایي په پام کې لري، چې په راتلونکي کې هم ورته مرستې وکړي او په بېلا بېلو برخو کې د اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي.

د روښانه راتلونکې خیریه بنسټ مشر سنګر مشر وايي:« ان شاءالله د بهرنیو افغانانو په مرسته راتلوونکې کې هم غواړ، چې دغه رقم ډېرو خلکو سره مرسته وکړو،.د افغنستان حالات خو اوس تاسې ښه پوهېږ، چې څنګه دي. هېله لرو، په راتلوونکې کې  له دې نه هم ښه مخکې لاړ شو.» 

ګډونوال وایي، بهر میشتي افغانان او شتمن دې افغانستان کې د بې وزله خلکو لاسنیوی وکړي او د صدقې په کولو دې ځانونه د دوزخ له عذابونو وژغوري.

یو تن دیني عالم وايي:« توجیه د حدیث دا د، چې تاسې د دوزخ له اوره ځان وساتئ اګر که نیمایي خرما صدقه کړئ، رب العالمین به مو له دوزخ ساتي.» 

 د ازادو سیالیو اتل  احمد ولي هوتک بیا وايي:« دا مرستې د دوی لپاره دغه خلک اړمن دي او واقعاً مرستو ته ضرورت لري.نو دا ورته ستره خوشحالي او ستر مرسته ده. بیا هم له بهر میشتو افغانانو مننه کوم، کور یې ودان.»

د مرستو د وېش بهیر کې شفافیت او عدالت هغه غوښتنه ده،چې عام افغانان یې له ټولو مسولینو او دولتي چارواکو لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist