Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په ملګرو ملتونو کې د ا.ا استازي نه شتون به نړۍ له افغانستان نوره هم لرې وساتي

امنیت شورا ناسته: ګوترس افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټېنګار وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/27

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د  امریکا په متحده ایالتو په نیویارک ایالت کې د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۶ مه»  د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړه. 

ناسته کې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس، د ناروې استازي، کابل کې د دغه سازمان استازې او د ښځو فعالې محبوبې سراج خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترس له  اسلامي امارته وغوښتل،چې نړیوالو ته د هغوی د شرایطو پر وړاندې خپله ژمنتیا ثابته کړي.

ګوترس زیاته کړه:«اوس د طالبانو لپاره دا موقع ده چې د خپلو خلکو لپاره فرصتونه او امنیت ته لار هواره کړي. هغوی باید اوس نړیوالې ټولنې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي. د باور جوړیدو کړکۍ اوس هم پرانیستې ده خو دا باور باید ترلاسه کړای شي.»

ګوترس پر ټولګډونه حکومت جوړولو ټینګار وکړ او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او امنیت راوستلو ژمنتیا یې هم له اسلامي امارته وغوښته.

ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز څو میاشتنی راپور وړاندې کړ او و یې ویل، شااوخوا ۱۸  میلیونو افغانانو ته یې مرسته برابره کړې ده.

لاینز زیاته کړه:« د ۲۰۲۱ کال له پای ته رسیدو سره، موږ شااوخا ۱۸ میلیونو کسانو ته بشري مرستې چمتو کړلې، په دوی کې مو ۱۰ میلیونو کسانو ته خوراکي توکي چمتو کړل او څه باندې ۱ میلیونو ته مو روغتیايي خدمتونه وړاندې کړل. دا د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په پرتله ډېر شمېر دی،چې هغه مهال شااوخوا ۱۱ میلیونو کسانو ته مرستې رسیدلې وې، حال دا چې د وچکالۍ او نورو ستونزو ترڅنګ د کورونا ویروس ستونزه هم موجود وه.» 

لاینز ټینګار وکړ،چې دا مرستې هغو سیمو ته هم رسیدلې دي،چې دا څو کلونه د امنیتي ستونزو له امله هلته د  تللو امکان نه وه. 

لاینز وايي، له استخباراتي پلوه اوس هم ستونزې شته،سیاسیون او مدني فعالان نیول کېږي او زنداني کیږي او د رسنیو کارونه هم له اقتصادي پلوه او د زور او فشار له امله پیکه شوي دي.

لاینز زیاتوي:« جګړه پای ته رسیدلې او د دې وخت را رسیدلی دی،چې د خلکو په ډارولو نه، د هغوی د باور په ترلاسه کولو حکومت وشي. حکومت ټول ګډونه شي،د حقونو خوندي کوونکی اوسي او د ملي پخلاینې لپاره د مذاکراتو نوښت وکړي.» 

د افغان ښځو په استازیتوب د ښځو شبکې مشرې، محبوبې سراج د زدکړې او کار د هغوی لپاره تر ټولو اړین حقونه یاد کړل.

سراج   زیاته کړه:« له طالبانو غواړو،چې دا ډاډ ورکړي،چې ښځو ته د هغوی حقونه ورکړي، چې په دغو حقونو کې، د هغوی د ازادۍ، د کار او د زدکړو حقونه شمېرل کیږي.» 

په دغه ناسته کې د هند استازي هم هم ګډون درلود او له افغانستانه، سیمې ته د پیښو ترهګریزو ګواښونو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist