Skip to content
د اسیا پراختیایي بانک افغانستان کې د غذایي خوندېتوب، روغتیا او زده کړو د ملاتړ لپاره ۴۰۵ میلیونه ډالر مرسته تائید کړه.
د یاد بانک له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مرسته به د ملګرو ملتونو د سازمانونو او د دغو سازمانونو همکارو موسسو له لارې ولګول شي.
د اسیا پراختیایي بانک د خبرپاڼې یوه برخه:« د ملګرو ملتونو د ادارو د اټکل له مخې ۲۲ اعشاریه ۸ میلیونه خلک د خوړو ناخوندېتوب په جدي ګواښ کې دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ته به یوسلو پنځه دیرش میلیونه ډالر او د خوړو او زراعت پروګرام ته به پنځه شپیته میلیونه ډالر ورکړل شي.»
د اسیا پراختیایي بانک ویلي، له دې سره به سلګونه زره کسان د خوړو برخه کې له ګواښه ووځي.
یاد بانک دا هم ویلي،چې نورې څومره پیسې د کومو ادارو له لورې مصرف شي.
د اسیا پراختیایي بانک د خبرپاڼې یوه برخه:« دوه سوه میلیونه ډالر به یونېسف ته ورکړل شي،چې د روغتیا او زده کړو برخه کې به یې مصرف کړي.د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ته به پنځه میلیونه ډالر ورکړل شي، چې د پروژو څارنه وکړي، په هېواد کې په لویه کچه اقتصادي او ټولنیزه ارزونه وکړي، د اسیا پراختیایي بانک د پروژو د اغیزمنتیا ارزونه وکړي.»
د اسیا پراختیایي بانک داسې مهال د ملګرو ملتونو د سازمانونو له لارې د مرستې اعلان کوي،چې دغو ادارو له وړاندې بشري مرستې پیل کړي دي.
دا مرستې که څه هم له هرکلي سره مخ دي،خو نیوکې هم شته، چې د اړمنو پرځای د نورو جیب ته ځي.