Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا له افغانستانه وتلو وروسته هم دلته د روسیې شتون نه شي زغملی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/26

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په تازه څرګندونو کې د روسیې پر وړاندې سخت غبرګون وښود.  

پرایس وايي، له افغانستانه د امریکا وتل په دې مانا نه دي،چې د روسیې په څېر هېوادونو ته دې د سر راپورته کولو فرصت پیدا شي او پیاوړي شي. 

پرایس زیاتوي:«زه پر دې پوه نه شوم،چې له افغانستانه زموږ د ځواکونو وتل، د روسیې په څېر ځینو هېوادونو ته دا جرأت او پیاوړتیا څنګه ورکړه،چې هغوی سر راپورته کړي او ځینې غبرګونونه وښايي.» 

اخوا د سیاي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې اند دي،چې د امریکا له وتلو وروسته د روسیې دریځ دا دی،چې سیمه باید بې ثباته نه شي.  

دوی په دې اند د ي،چې  د  افغانستان بې ثباتي د روسیې په زیان هم ده او هغوی مرکزي اسیا ته د ترهګرۍ له غځیدو  وېره  لري.

 د سیاسي چارو کارپوه بلال فاطمي وايي:« د روسانو پالیسي او دلچسپي  د افغانستان په اړه ښکاره ده. هغه دا ده،چې دوی په افغانستان کې یو با امنه نظام غواړي،چې په ګاونډ کې یې واوسي او دلته کوم بهرني ځواکونه شتونه ونه لري، ترڅو دوی وکولای شي،چې ښیې اړیکې ورسره ولري. »  

ځې نور بیا وايي، روسیه او امریکا د زبرځواکو هېوادونو په توګه له یو بل سره سترې سیاسي سیالۍ لري او هرځل چې په دواړو کې یو مات شوی، بل ورته طعنې ورکړي دي. 

 د سیاسي چارو کارپوه  ادم خان اندړ   وايي:« البته باید وویل شي،چې دا د دوی پخوانۍ ستونزې دي،چې خپل منځ کې یې لري. دوی سیالان دي. لومړی او دویم قدرت په نړۍ کې همدا دواړه هېوادونه دي، نو ځکه یې د افغانستان مو ضوع خپله موخه ګرځولې ده. دوی ( امریکا او روسیې ) خپل منځ کې سړه جګړه پر مخ بیايي.» 

نیډ پرایس د خپلو خبرو په ترڅ کې دا هم ویلي،چې امریکا په افغانستان کې د شل کلنې جګړې له پای ته رسولو وروسته د روسیې او اکراین په څېر نړیوالو کړکیچونو ته هم ځان چمتو کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist