په کابل کې نن د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۵ مه » د افغان ماشومانو لپاره د جرمنې مرستې کمېټې له لوري پر ۶۵۰ بې وزله کورنیو شپږ قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.
د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې کمېټې مشر محمد عالم شهاب وايي،په پام کې لري،چې په راتلونکي کې هم ورته مرستې وکړي او د بې وزلو لاسنیوی وکړي.
شهاب زیاته کړه:« بیا هم په پام کې لر، چې په راتلوونکې اوونۍ کې ان شاءالله درې یا څلور سوه کورنیو او ماشومانو لپاره همدغه مواد هم ورکوو. سون توکي هم ورکوو. البسه او کمپلې هم ورکوو.»
د کابل د کډوالو چارو ریاست مشر مولوي عبدالمتین رحیمزی له خلکو غواړي،چې له خپل نظام ملاتړ وکړي او د هر راز بې عدالتۍ مخنیوی وکړي.
رحیمزی د مرستو د وېش برخه کې د شفافیت ډاډ ورکوي او له نورو مرستندویه بنسټونو او نړیوالو غواړي،چې عملاً لاس په کار شي او د افغانانو لاسنیوی وکړي.
رحیمزی زیاتوي:« دا اسلامي امارت ستاسو دی او هېڅوک باید ځان بیګانه احساس نه کړي.که هغه د هر تنظیم وي، د هر نژاد وي، د هرې سیمې وي، د هرې ژبې وي او موږ او تاسې وروڼه یو او د دې هېواد د ابادې په خاطر به پر ګډه کار کوو.»
د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې کمېټې تر دې وړاندې هم د بې وزله کورنیو لاسنیوی کړی او سږني ژمي کې یې پر سلګونه کورنیو د خوراکي او پوښاک مرستو سربیره پر بې وزله خلکو نغدي مرستې هم ویشلې دي.