Skip to content
د هوايي چلن ادارې مرستیال حسیب الله سروش وايي، له نړیوالو قراردادیانو سره د خوست هوایي ډګر کې د خدماتو وړاندې کولو لپاره خبرې روانې دي.
سروش زیاته کړې:«له نړیوالو قراردادیانو سره خبرې روانې دي،چې د خوست هوایي ډګر کې د خدماتو وړاندې کول په قرارداد ورکړل شي.»
سروش وايي، د مسافرو د نه موجودیت له امله د اوس لپاره له خوست هوایي ډګره نړیوالې الوتنې ځنډیدلي او که مسافر له دغه هوایي ډګره تګ راتګ پیل کړي، الوتنې بېرته پیل کېږي.
سروش زیاته کړه:« موږ د کورنیو او نړیوالو الوتنو لپاره خوست هوایي ډګر کې ټول تدابیر نیولي،خو مسافر نه شته دی، کله چې مسافر پیدا شي له خوست هوایي ډګر به نړیوالې او کورنۍ الوتنې پیل شي.»
د خوست هوایي ډګر له انتقالي برښنا سره وصل شو او د دغې پروژې لګښت چې ۱۵ میلیونه افغانۍ کیږي،د کورنیو چارو وزارت چارسبمالي سراج الدین حقاني ورکړې.
د خوست والي محمد نبي عمري وایي، راتلونکی کال به له خوست هوایي ډګره د لویې پکتیا جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادر کېږي او په دې اړه بحثونه وروستي شوي دي.
عمري زیاته کړه:« انشاء الله راتلونکی کال به د لویې پکتیا جلغوزي له خوست هوایي ډګره بهرنیو هېوادونو ته صادر کېږي او په دې اړه بحثونه وروستي شوي دي.»
عمري د لویې پکتیا له مسافرو غواړي،چې له خوست هوایي ډګره دې تګ راتګ وکړي.
خوست هوایي ډګر ته لومړنۍ او وروستۍ نړیواله الوتنه د تېر زېږدیز کال د جون په ۱۲ نېټه ترسره شوې وه.