Skip to content
پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ څو میاشتې وروسته په کندهار کې یو ځل بیا د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پیل شو.
په تېره یوه اوونۍ کې دې مرکز ته تر یو زرو پنځه سوه ډېرو کورنیو خپل کاغذي ثبت شوي فورمې سپارلي،چې برېښنايي پيژندپاڼې تر لاسه کړي.
د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، یوازې دوه مرکزونه بسنه نه کوي او له مسوولینو غواړي،چې په ښار او ولسوالیو کې د پېژندپاڼو د وېش مرکزونه خلاص کړي.
د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی عصمت الله پردېس وايي:« غوښتنه مې دا ده، چې خلکو اسانتیاوې رامنځته شي. ګڼه ګوڼه زیاته ده، لاسرسی له هرځایه نه کېږي. د خلکو ځایونه لري دي. په ولسوالیو کې مرکزونو ته اړتیا شته دی. په ناحیو کې مرکزونو ته اړتیا شته دی. باید دا ټول فعاله شي.»
د تېر حکومت پر مهال کندهار کې د برېښنايي پېژندپاڼو د نوم لېکنې لپاره د انلاین ترڅنګ په کې درې مرکزونه فعاله وو، خو د اوس لپاره په دغه ولایت کې دوه مرکزونه فعاله دي، چې خلک ورته په کاغذي بڼه نوم لېکنه ورکولای شي.
د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی عبدالحد احمدي وايي:« پخوا مرکزونه ډېر فعاله ول، خلکو ته هم اسانتیاوې ډېرې وې. خلک هر مرکز ته ورتللی شوای، خوا اوس دا دوه مرکزونه فعاله دي. زه له مسوولینو دا غوښتنه لرم، چې نور مرکزونه هم فعاله کړي او خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»
خو مسوولین بیا وايي، د مرکزونو شمېر به ډېر ژر پنځو ته پورته شي او دې سره به د مراجعینو ستونزې حل شي.
د برېښنایې پېژندپاڼو وېش د جمهوریت له دورې پيل شوی،چې داسلامي امارت په راتګ سره یې وېش کې ځنډ راغی،خو بېرته په پړاویز ډول پيل کېږي.