Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوهنې وزارت: نړیوال دې ښوونیز ډګر کې افغانستان یواځې نه پرېږدي

پوهنې وزارت: راتلونکي پسرلي کې به د نجونو پر مخ  تر دولسم ټولګیو ښوونځي پرانېستل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/24

 پوهنې وزارت وايي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د ځنډ لاملونه په يو سيتسم کار کول و، چې له مخې به يې د ښځينه ښوونکو استخدام، درسي چاپيريال برابرول او منظم يونفورم چمتو کول دي. 

 د یاد وزارت نشراتو او عامه اړېکو مشر مولوي عزیز احمد ریان وايي، ډېر احتمال  شته دی،چې راتلونکی نوی کال به نجونې ښوونځيو ته و لاړې شي.

ريان زیاته کړه:« تاسو په جریان کې یاست،چې د  تېر کال په جریان کې هم تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ټول ښوونځي پرانېستل شوي ول. له شپږم ټولګي پورته د موقت وخت لپاره ځنډول شوي ول،ترڅو یوه طرحه سیسټم جوړ شي. لکه څرنګه چې څو ورځې وړاندې مجاهد په خپلو څرګندونو کې وویل، ډېره امېدوارې شته،چې راتلونکي پسرلي کې به د نجونو ښوونځي هم د هلکانو په څېر پرانېستل شي. موږ د مجاهد دا نظر تائید کوو. زیاته هېله مندي شته دی، چې په پسرلي کې  به زموږ ګرانې خوندیې هم ښوونځيو ته راشي. او بېرته به خپلې زده کړې پيل کړي.» 

ریان وايي،  اسلامي امارت د نجونو له تعليم سره هېڅ ډول ستونزه نه لري او د همدې چارې له پاره يې د ښځينه استادانو د تېرو څو مياشتو معاشات هم ورکړل.

ريان زیاتوي:«  زه د خلکو ډاډ لپاره دوه بېلګې ورکولای شم. یوه موږ او تاسې سږ کال په جریان کې یو، ټولو نجونو ته د ټولګیو ارتقا ورکړل شوه. د هغوی سږ کال ضایع نه شو. که خدای مه کړه، اسلامي امارت پلان درلود،چې نجونو ښوونځي دایم  وتړل شي، بیا اړتیا نه وه،چې نجونو ته د ټولګیو ارتقا ورکړل شوې وه، بلکې په همدې ځای  کې به تعلیم متوقف کېده. دویم ډاډ تاسو ته درکولای شم، تاسې په جریان کې یاست،  د اسد، سنبلې او میزان میاشتو تنخواوې نه یوازې نارینه ښوونکو ته بلکې  ټولو ښځینه ښوونکو ته، که څه هم  په ښوونځیو کې یې حضور نه درلود، په کورونو کې ورته ورسول شول.

د نجونو په زده کړو کې ځنډ لنډمهالی او دایمي نه دی.» 

پر اسلامي  امارت د نړیوالو بندیزونو یو لامل همدا ګڼل کیږي،چې ګنې ښځو ته د کار او نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

 ریان وايي، دوی هڅه کوي،راتلونکې کې د ښځينه ښوونکو ظرفيت لوړ او ګومارنې يې ډېرې کړي، تر څو د نجونو ټولو ښوونځيو ښځينه استادانې د تدريس چارې پر مخ يوسي. 

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، اوس د نجونو د تعلیم پر مخ پرتې ستونزې په ختمیدو دي او هغه استادان،چې عمرونه يې زيات وي، اوس مهال کولای شي،په ښوونځيو کې د نجونو لپاره د تدريس چارې پر مخ يوسي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist