Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوترېش: له زده کړو د نجونو راګرځول د توجيې وړ نه دي

ګوترس: د اسلامي امارت په مخالفت کې به  افغان ولس مجازات نه کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/23

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونو ګوترس د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، افغانستان د دې لپاره له اقتصادي ناورین ژغورل غواړي،چې اوسېدونکي یې په ډېر بد وضعیت کې دي.

ګوترس له افغانستان سر د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه او زیاته یې کړه،چې دغه مرستې د افغان ولس لپاره کوي.

ګوتېرس وویل، له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د اړیکو موخه داده،چې ښځو ته حقونه ورکړل شي او د دغې غوښتنې په پوره کیدو به نیوکې هم پای ته ورسیږي.

ګوترس زیاتوي:«دا ښکاره ده،چې اوس مهال په افغانستان کې ډېر جدي وضعیت دی او له بېلابېلو حقونو سرغړونه کېږي. له اسلامي امارت سره په اړیکو کې زموږ موخه هم دا ده، چې ښځو او انجونو ته د کار او زدکړو فرصت ورکړل شي او منځنیو او لوړو زدکړو ته زمینه برابره شي او هغوی کار ته پریښودل شي.» 

ګوترس زیاته کړه،چې د ملګروملتونو دغه موخې تر اوسه په بشپړه توګه نه دي پلې شوي،خو پرمختګونه شوي او د ملګروملتونو ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړل شوې.

هغه پخپلو خبرو کې ټینګار وکړ،چې  د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کړکیچ تر هغې نه حل کیږي، چې هغوی د ښځو او بشر حقونو ته درناوی نه وي کړی.

 ګوترس زیاتوي:«د طالبانو لپاره دا ډېره اړینه ده،چې په رسمیت پیژندل کیدو لپاره او د نړیوال ملاتړ لپاره د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او په ټوله کې د بشر حقونه له پامه ونه غورځوي.» 

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي،دا تیروتنه به هيڅکله ونه کړي،چې د اسلامي امارت په مخالفت کې افغان ولس مجازات شي.

ګوترس زیاتوي:« دا به ډېر ستره تېروتنه وي،چې افغان ولس ته د دې لپاره په ټولییزه توګه جزا ورکړل شي. چې حاکمیت له داسې چا سره دی،چې قوانینو ته ژمن نه دي او چلن یې له خلکو سره ناسم دی.» 

ګوترس وویل،  سیاسي مسایل او بشري مرستې دوه جلا قضیې دي او دوی نه غواړي،چې یو د بل قرباني کړي او له افغان ولس سره به د مرستو په برخه کې د هغوی ژمنتیا دوام پیدا کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist