Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: بهرنۍ استخباراتي کړۍ نه غواړي افغانستان کې سوله ټېنګه شي 

کابل کې سلګونه کورنۍ د سرپناه له نه شتون شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/23

د کابل په بېلا بېلو سیمو کې سلګونه کورنۍ شته دی، چې د سرپناه له ستونزو سره مخ دي،  او په خبره یې د اورښتونو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

 احمد شاه بابا سیمه کې  یو شمېر بې سرپناه کورنۍ وايي، تر اوسه ورسره هيچا نه د سرپناه وسایلو او نه هم د خوارکي توکو مرسته کړي. 

یو تن بې سرپناه وايي:«  خپله يې وينئ، چې ډېر سخت دی، ماشومان په دې سپينو واورو کې تاويږي، په دې خېمو کې ژوند تېرو،نه کار، نه روزګار، نه څه شته او نه موږ سره له کومې خوا مرستې تر سره شوي دي.» 

د ژمي په سړه هوا کې نه یوازې ماشومان بلکې ښځې او نارینه هم د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د پېښو پر وړاندې د چمتوالي  وزارت د اطلاعاتو او مسوول محمد نسیم حقاني بیا وايي،له مرستندویه موسسو سره په تفاهم يې تېره اوونۍ کې له زیانمنو شویو او اړمنو لس زره کورنیو سره مرسته کړې او لا هم کار کوي،چې نورو کورنیو ته رسيدنه وکړي. 

حقاني زیاته کړه:« پېښو ته د چمتوالي وزارت تېره يوه اوونۍ کې له نورو مرستندویه ادارو سره په همغږۍ لس زره اړمنو کورنیو ته د هېواد پر کچه خوراکي او غیرې خوراکي مرستې ویشلي دي.»

يوازې د کابل احمد شاه بابا مېنه نه ده،چې سلګونه کورنۍ په کې يخ ژمی له خېمو لاندې تېروي، بلکې د کابل په نورو سيمو کې هم سلګونه کورنۍ شته  دی،چې دغه ډول ژوند کوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist