د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان پلاوی به ناروې هېواد کې د امریکايي او اروپايي ټولنې له استازو سربېره په دغه هېواد کې له پخوانیو افغان سیاسیونو سره هم وګوري.
د دغې ناستې د اجنډا په تړاو بهرنیو چارو وزارت د ستراټیژکو مطالعاتو مرکز مشر ولي الله شاهین وايي،له افغان پخوانیو سیاسیونو سره یې د پلاوي لیدنه د یو مخالف جهت په توګه د مذاکرې مانا نه لري،بلکې له دوی به وغوښتل،چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
شاهین زیاته کړه:« زموږ خبرې له هغو افغانانو سره د یو مخالف جهت په توګه د مذاکرې حیثیت نه لري،بلکې زموږ ناسته له هغوی سره په دې مانا ده،چې څنګه په مشترک ډول باندې کولای شو،چې د افغانستان ولس ته ګټه ورسوو.دغه اساسي هدف دی.»
شاهین وايي، د اسلامي امارت پلاوی به په ناروې کې د امریکا او اروپايي ټولنې له استازو سره د افغانستان په اوسني وضیعت او له نړۍ سره د افغانستان د دیپلوماتیکو اړیکو بیا ټینګښت په تړاو خبرې او بحثونه وکړي.
شاهین زیاتوي:« هلته د ناروې له چارواکو سره په همدا راز ځينو اروپايي هېوادونو او د امریکا له استازو سره به مجلس کوي او اجنډا یې د افغانستان فعلي وضیعت دی او نور مسایل چې د افغانستان متعلق دي، په هغې به بحث کیږي.ترڅنګ یې په دې باندې به هم خبرې وشي،چې څنګه موږ خپل دیپلوماتیک روابط له نورې نړۍ سره عادي حالته راوګرځوو.»
د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا ناروې هېواد ته د افغان پلاوي دغه رسمي سفر مهم بولي او په باور یې د افغانستان له رسمیت پیژندنې او له افغانانو سره د اقتصادي مرستو په برخه کې به ګټور تمام شي،خو ټینګار کوي،چې د اسلاميامارت پلاوی باید نړۍ ته په دغو برخو کې قناعت ورکړي.
شنونکی عزیز معارج وايي:« په داسې حالت کې چې نړیوال اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني او تر اوسه په منزوي حالت کې پاتې شوی دی او اوس داسې دیپلوماتیک سفرونه چې ناروې ته کیږي دا یو ډول امتیاز ښه زیری دی، د ولس او اسلامي امارت دواړو لپاره. اوس اسلامي امارت باید له نړۍ سره اړیکې جوړې کړي او نړۍ وهڅه وي،چې افغانستان په رسمیت وپیژني او په اقتصادي برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي.»
ویل کیږي،له کابله اوسلو ته تللی پلاوی به هلته له ځينو پخوانیو سیاسیونو، د ملي شورا پخوانیو غړو او یو شمېر پخوانیو چارواکو سره هم چې اوس یې هېواد پریښی دی، وګوري.