Skip to content
د کندهار ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سېمو کې د تیرو جګړو پر مهال د ویجاړو شویو پلچکونو او پلونو د بیارغونې چارې یې پيل کړي دي.
د کاریګرو مشر سیف الدین وايي:« هغه سړکونه چې خراب شوي وو، او دا دی،تاسو ګورئ، د بیا جوړولو او ترمیم کار یې روان دی. په دغه کار کې د هغو پُلچکونو رغول هم شامل دي،چې په تېرو جګړو کې وران شوي وو.»
د ټولګټو چارو ریاست مسولین وايي،د تیرو جګړو پر مهال شااوخوا ۳۰۰ پلچکونه ویجاړ شوي وو،چې اوس يي د ۷۰ پلچکونو د جوړیدو چارې بشپړې شوي او د یو شمېر نورو چارې رواني دي.
د یاد ریاست مشر نعمت الله سراجي وايي د پلچکونو تر څنګ د ارغنداب ولسوالۍ د یوه لوی پله او د کندهار-هرات لویې لارې د ویجاړو شوو ځایونو او پلچکونو کار هم روان دی.
سراجي وايي، د درانه وزن موټرونو د مخنیوي هڅې یې هم پیل کړي دي.
سراجي زیاته کړه:« په ټوله کې په کندهار کې ۳۰۰ پلچکونه تخریب شوي وو، له دغه شمېر پلچکونو د ۱۰۳ پلچکونو رغولو ته لومړیتوب ورکړی،چې تر اوسه یې ۷۰ بېرته رغول شوي او د پاتې نورو د جوړولو کار یې روان دی. د دې تر څنګ د ارغنداب پر سیند د لوی وران شوي پل د جوړولو کار هم روان دی، چې ډېر ژر به یې کار بشپړ شي.»
د کندهار- هرات پر لویه لار هر ورځ زرګونه موټرونه تګ راتګ کوي،چې د ویجاړو شویو برخو له امله موټر چلونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
موټر چلونکي د سړک جوړیدو ته خوشحاله دي،خو غوښتنه کوي،چې نور دي د درانه وزن موټرونو مخنیوی وشي.
یو تن موټر چلوونکی اسدالله وايي:« اوس به د دغې لارې د وران شویو ځایونو په جوړېدو سره د ترافيکي پېښو ګواښ هم کم شي. موږ ډېر خوشاله یو،چې د لارې وران شوي پلونه او خراب شوی سړک بېرته رغول کېږي.»
د کابل – کندهار او کندهار- هرات لویه لاره د جګړو له امله زیاته ویجاړه شوې ده،چې له امله په تیرو کلونو پر دغه لار زیات ټکرونو رامنځته شوي او سلګونه خلکو ژوند له لاسه ورکړی دی.