جلالزي زیاته کړه:« اسلامي امارت د تیر حکومت پرتله پر خامو توکو تعرفې دوه برابره لوړې کړي او د تعرفو دغه لوړوالي د کارخونو پر فعالیت ۸۰ سلنه اغیز کوي.»
صنعت کاران وایي، د تعرفو لوړوالی که له یوې خوا کارخونو کارونه ټکني او یا یې په ټپه دروي،خو له بل لوري بازارونو کې د توکو بیې لا لوړیږي او زیان یې خلکو ته رسیږي.
صنعت کار رحمت الله راشد وايي:« که چیرې حکومت پر خامو توکو تعرفې لوړوي، صنعت کاران زیانمن کېږي. د تعرفو له لوړیدو سره د توکو بیې لوړیږي او چې بیې لوړې شي،عرضه کمیږي او کارخونې سقوط کوي.»
صنعت کار بشیر احمد وايي:« د اوس لپاره زموږ کارخونه له سقوط سره مخامخ ده او لامل یې د موادو او سون توکو کموالی دی.»
صنعت کار نواز خادم وايي:«د تعرفو لوړوالي اغېز دا دی،چې بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي دي. اسلامي امارت باید د پخواني حکومت پر څېر پر خامو موادو مالیه واخلي، خو اوس یې دوه تر دری برابره اخلي.»
خو د پکتیا کمرګ مسوولین بیا د تعرفو لوړیدل ردوي او وایي،د یو شمېر توکو پر واردیدو یې تعرفې کمې کړي او پر صادراتو هېڅ ډول مالیه نه اخېستل کېږي.
د پکتیا ګمرک مدیر ذوالفقار وايي:« د اسلامي امارت مشرتابه د پریکړې له مخې،پر صادراتو هېڅ ډول مالیه نه اخېستل کېږي او د تیر حکومت پرتله د یو شمیر توکو پر واردیدو تعرفې کمې شوي دي.»
د مالوماتو له مخې، په پکتیا کې وروستیو میاشتو کې د بېلابېلو لاملونو له امله د فعالو کارخونو شمېر له ۶۰ کارخونو ۴۰ کارخونو ته راټیټ شوی او خامو توکو کموالي او بازارونو کې معادل بهرنیو توکو موجودیت له امله د فعالو کارخونو هم فعالیتونه محدود کړي دي.