Skip to content
په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۲۹ مه» د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني سره لېدنه وکړه.
ارګینای حقاني ته ډاډ ورکړ،چې هېواد به یې په خپله خاوره کې د افغانستان اسلامي امارت پر ضد هېڅ خوځښت ته اجازه ورنه کړي.
اخوا بیا د کورنیو چارو وزیر چارسمبالي سراج الدین حقاني وویل، هغه کسان چې له اسلامي امارت وېره لري او ترکيې ته تللي،هغوی ته اسلامي امارت عمومي بښنه کړې او ترکیه دې هېواد ته د هغوی په راستنولو کې مرسته وکړي.
حقاني د ترکیې سفیر ته ویلي، د افغان يتيمانو د زده کړو لپاره په افغان معارف کې ځانګړې ونډه ورکړي او د افغان یتیمانو لپاره ښوونیز بورسونه ورکړي.
ترکي سفیر حقاني ته د ښوونې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی او زیاته کړې،چې هېواد به يې د افغانستان اسلامي امارت پر ضد هېڅ خوځښت ته اجازه ورنه کړي.