Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې اقتصادي کنفرانس؛ له امریکا د افغانانو کنګل شوې شتمني ازادېدو غوښتنه وشوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/20

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته  د لومړي ځل لپاره کابل  د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۲۹ مه» د هېواد د اقتصادي برخلیک په اړه  لومړنی اقتصادي کنفرانس جوړ شو.

 په‌ دې کنفرانس کې د ملګرو ملتونو له استازي سربېره د ۲۰ هېوادونو استازو ګډون کړی و او د نږدې ۶۰ نورو هېوادونو استازو بیا پر لېکه دغه کنفرانس څاره.

کنفرانس  ته اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا حسن اخوند پر خپله لومړنۍ ویډيويي وینا کې  له افغانستان سره د نړیوالو پر زیاتوالي ټېنګار وکړ.

اخند د نیوکې په توګه وویل،هغه هېوادونه،چې ځانونه د بشر حقونو مدافعین بولي،پرر اقتصادي بندیزونو سره یې میلیونونه افغانان له ناورین سره مخ کړي دي.

نوموړي همدا راز د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه پر هېوادونو د جرات کولو غږ وکړ.

اخوند زیاته کړه:«پر ټولو هغو هېوادونو غږ کوم،چې تاسو یو څه خپله خپلواکي  ثابته کړئ. له اسلامي هېوادونو هېله کوم، داسې مه کوئ،چې یو لوري ته مو سترګې اوړي،که هغه افغانستان پر رسمیت وپېژني ټوله نړۍ به ګوټه پورته کړي،چې افغانستان یو لوی او خپلواک هېواد دی. زه وایم، ټول باید یو با جراته ګام پورته کړي، دغه لوی خنډ چې د افغانستان اقتصاد په مخ کې  پروت دی. دا قدم به څوک واخلي. زما هېله دا ده،چې په لږ وخت کې به دا هېواد الله ج اباد کړي.»

ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې  دیبورا لاینز هم ګډون کړی و، له  افغانستان سره یې د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ډاډ یې وښود،چې د انتقالي چارچوپ یو سند یې چمتو کړی،چې پر مټ به یې کولای شي،د افغانستان لپاره ۸ ملیارده ډالره بسپنه راټوله کړي. 

د لاینز پر وینا د افغانستان نیمايي وګړي بې وزله دي او له فقر سره مخ دي.

هغه وايي، پر افغانستان د لګېدلو اقتصادي بندیزونو په اړه یې غږ پورته کړی او په خبره یې  دې بندیزونو افغانستان له ستونزو سره مخ کړی دی.

لاینز زیاته کړه:« اقتصادي بندیزونه، د پانګې کنګل او مبهمه اقتصادي پالسۍ، د اقتصادي ظرفیت نشتوالی دا د ستونزو لامل شوي دي. اوس یو متعهد او یو دید ته اړتیا لري،چې خصوصي سکتور او د حکومت ترمنخ را منځ ته شي. ملګرو ملتونو کې مو له ډونرانو سره د تحریمونو او مرستو لپاره خپل غږ اوچت کړی  او دې کار ته دوام ورکوو.موږ د انتقالي چارچوپ یو سند جوړ کړی،چې له مخې ۸ میلیارده  ډالر راټول شي.»

اخوا  د رئیس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي بیا وايي،  هغه ډول اقتصاد،چې له بهرنیو پورې تړلی وي،نه غواړي او هڅه کوي د داخلي زیربناوو او عوایدو پر ‌مټ افغانستان له اقتصادي اړخه خودکفا کړي.

حنفي  وايي، اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره په منطیقوي پروژو تمرکز کوي.

د حنفي په خبره د فساد او غیر قانوني عوایدو مخه نیول شوې او هڅه کوي، د اقتصادي ټیکاو لپاره د ټولو نظرونه ترلاسه کړي.

دغه اقتصادي کنفرانس ته د مالیې سرپرست وزیر هم وینا وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې په ګمرکونو کې ژور اصلاحات یې راوستي، عایداتي برخو کې یې شفافیت راوستی او فلج شوی اقتصادي سیستم چې ملي خزانه ورته تشه پاتې وه،فعاله کړې ده.

هدایت الله بدري اوسنۍ بودیجه کمه وبلله،خو ډاډ یې وښود،چې له کورنیو عوایدو نه د ملي بودیجې پوره کولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي او په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.

بدري زیاتوي:« موږ د لومړي ځل لپاره د افغانستان له کورنیو عوایدو په ګټنې سره یوه بشپړه او خپلواکه بودیجه جوړه کړه.  که څه هم دا بودیجه د حجم له پلوه کوچنۍ ده،خو هڅه به وکړو،چې په دې بودیجه کې خوندي او اړین شفافیت رامنځته کړو.»

د کابل اقتصادي کنفرانس ته د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي په خپله وینا کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړ،چې اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.

هغه وویل، د افغانستان بهرنی سیاست اقتصاد محوره سیاست ده او توانېدلي،چې په بېلا بېلو برخو کې نړیوالو ته قناعت ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist