یو تن موټر چلونکی نصر الله عمرخېل وايي:«یو شی موږ غواړو،چې تغیر شي،هغه دا چې په دې پارچه کې یې لیکلي دي، د ممنوعه توکو لېږد مسوولیت به خپله د هغې د مالک پر غاړه وو، خو اوس اسلامي امارت بله پارچه راکړې،چې په هغې کې یې لیکلي،د ممنوعه توکو لېږد مسوولیت د موټروان پر غاړه دی او موږ نه شو کولی،چې د مسافرو بیکونه تلاشي کړو.»
یو بل موټر چلونکی قدرت الله بیا وايي:« د تېلو بیې لوړې شوي،تر ۷۲ افغانیو رسېدلي دي. پخوا مو تر زر افغانۍ اخیستې تیل ارزان و، اوس بیې لوړې شوي، دوه سوه اډه کې اخلي او سل په ټرانسپورت کې، نو ټولې پیسې په تیلو او ټکسونو ځي. موټروان ته څه نه پاتې کېږي.»
اخوا د شمال سمت اډې د ترانسپورت مسول مولوي عتیق الله وثیق هم وايي، د پخوا پرتله په هډه کې بې نظمي،زورواکي،غلا،فساد او نورې سرغړونې ختمې شوي او په خبره یې عواید یې ورځ تربلې په زیاتېدو دي.
وثیق زیاتوي:« هر موټروان پر خپل نوبت روان وي. بل دا چې ۲۴ ساعته خدمت مو روان کړی دی. موږ دلته و رته اوسېږي. مخکې عواید ډېر کم، د بیلګې په ډول مخکې به چې شل موټر وتل،خو عواید ډېر کم ول. اوس تقریباً ۲۰۰ موټر وځي او تنظیم مو برابر کړی دی. وړاندې به بې نظمي وه، هر یو به پر خپل سر حرکت کاوه.»
د هډې استازې وایي، اوس مهال موټر زیات دي،خو مسافر کم تګ راتګ کوي، خو په خبره یې هېله من دي،چې د اسلامي امارت پلانونه د هېواد، خلکو او نظام پر ګټه دي.
دوی وایي، اوس موټر کولی شي،د شپې او ورځې هر ساعت تګ راتګ وکړي او په لویه لاریه کې کومه ستونزه نه شته دی.
د شمال سمت هډې استازی عبدالهادي وايي:« پخوا به چې زموږ موټر د شپې لخوا تلل،نو په سالنګ کې به یې توقف کاوه،ځکه غله و او شااوخوا ۳۱ موټروانان مو شهیدان ورکړل،خو اوس چې اسلامي امارت راغلی، له دې برخې کومه اندېښنه نه لرو.»
کمپنۍ، پل محمود خان او په ځانګړې توګه سرای شمالي هغه ځایونه دي،چې موټر چلونکي ترې شکایت کوي،چې لا هم ځینې کسان په کې خپل سري کوي او د هډو نظم یې ګډوډ کړی دی.