د کار نړیوال سازمان په خپل راپور کې افغانستان کې د بې کارۍ کچه مخ په لوړېدو بللې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته دا حالت نور هم بد حالت ته روان دی.
راپور کې راغلي، چې د روان زېږدیز کال تر جون میاشتې به نږدې یو میلیون افغانان خپلې دندې له لاسه ورکړي.
د کار نړیوال سازمان د راپور یوه برخه:« اوس وخت کې ډېری شرکتونه تر سخت فشار لاندې دي، ځکه په زرګونه افغانان کوښښ کوي،چې له هېواده وتښتي. د روان وضعیت دوام سره به د روان کال تر جون میاشتې پورې له ۷۰۰ زرو تر ۹۰۰ زرو پورې افغان کاریګر خپلې دندې له لاسه ورکړي.»
ورته مهال یاد سازمان په افغانستان کې د نغدي پېسو له کمښت او د نا منظم بانکي سیستم څخه هم یادونه کړې، چې خلک او شرکتونه یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د کار نړېوال سازمان ویلي،که څه هم د افغانستان اقتصاد تېرو څلورو لسیزو جګړو،وچکالۍ او د کورونا وبا ځپلی و، خو له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو بې نظمه وتلو او په ورته کې له یاد هېواد سره د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو درولو د افغانستان اقتصاد او د خلکو ژوند لا وننګاوه،چې اوس یې باید د ژغورلو لپاره ګړندي اقدمات ترسره شي.
د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان همغږی کوونکی رامین بهزاد وايي:« په افغانستان کې وضعیت نازک دی او د ثبات او بیا رغونې لپاره سمدستي ملاتړ ته اړتیا ده.»
د کار نړیوال سازمان په خپل راپور کې د ښځو په اړه هم لیکي،چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وړاندې په هرو پنځه کاریګرو کې یوه یې ښځه وه،چې اوس یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او زدهکړو ته د نجونو لاسرسی محدود شوی دی.
اسلاميامارت تر اوسه د کار نړیوال سازمان راپور ته غبرګون نه دی ښودلی،خو څو ورځې وړاندې یې ډاډ ورکړی وه، چې دوه میاشتې وروسته به د نوي کال پر لومړۍ ورځ د ټول هېواد پر کچه د نجونو ښوونځي پرانېستل شي.