د روسي رسنیو راپورونه وایي، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۲۹ مه» له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي او د نورو مسایلو تر څنګ یې پر افغانستان هم خبرې کړې دي.
راپورونه وايي، دواړو لوریو، د افغانستان د اوسني او راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې،خو وضاحت یې نه دی ورکړی،چې څه دول وضعیت.
د راپورونو له مخې، ابراهیم رئیسي یو ځل بیا ویلي،افغانستان کې یوازې ټول شموله حکومت دایمي ثبات راوستلی شي.
ایران تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې،چې اسلامي امارت یې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه بولي.
د اسلامي امارت مسولینو ویلي و،چې ایران په خپله خاوره کې سنيانو ته هېڅ د فعالیت اجازه نه ورکوي، په کابینه کې نه شته او ان د یوه جومات د جوړولو اجازه هم ورته نه ورکوي،خو افغانستان کې بیا د ټول شموله حکومت خبرې کوي.