Skip to content
د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جوبایډن چې د خپلې واکمنۍ د یو کلنۍ مودې په اړه خبرې کولې وویل، د افغانستان په اړه یې پرېکړه پر ځای او اړینه وه.
بایډن ویلي، امریکا هره اوونۍ په افغانستان کې میلیونونه ډالر لګول، خو په بدل کې یې یوازې جسدونه د امریکایانو کورونو ته رالېږل کېدل.
ولسمشر بایډن ویلي، د افغانستان په اړه یې پرېکړه پر ځای وه او د بښنې غوښتلو ته اړتیا نه لري.
بایډن افغانان تورن کړي،چې یووالي او د یوه واحد حکومت تر چتر لاندې راتګ ته ژمن نه دي،نو د امریکا حضور هم بې ګټې و.
نوموړي ویلي،اوس مهال افغانستان کې وضعیت خراب دی، خو مسوول یې د دغه هېواد نوی حکومت دی او امریکا ورسره هېڅ راز همکاري نه شي کولی.