Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اروپایي ټولنې افغانستان کې د څه باندې ۲۶۸ میلیونه ایرو په ارزښت پروژې اعلان کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/20

اروپایي ټولنه وايي، افغانستان کې د ژوند،زده کړو، روغتیا، کډوالو، پناه غوښتونکو او کورنیو بې ځایه شویو، ملاتړ لپاره د ۲۶۸ اعشاریه درې میلیونه ایرو په ارزښت پروژې پلې کوي.

د اروپايي ټولنې په خبره، دا پروژې به د د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، د کوچنیانو ملاتړ صندوق، د خوړو نړیوال پروګرام، کډوالۍ پروګرام، روغتیا نړیوال سازمان او د پناه غوښتونکو لپاره د نړیوالې ادارې له لارې پلي کیږي.

اروپایي ټولنه:« په داسې حال کې چې، افغانستان کې بشري وضعیت په خورا بد حالت کې دی، اروپایي ټولنې د ۲۶۸.۳ میلیونه ایرو په ارزښت پروژې اعلان کړې، د اروپایي ټولنې تمرکز د ژوند په خوندېتوب، زده کړو، روغتیا، کډوالو، پناه غوښتونکو او داخلي بې ځایه شویو، پر ملاتړ دی. دا پروژې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام،د ماشومانو ملاتړ صندوق،د خوړو نړیوال پروګرام،د کډوالۍ پروګرام، روغتیا نړیوال سازمان او د پناه غوښتونکو لپاره د نړیوالې ادارې له لارې پلي کیږي،چې افغانان به ترې په مستقیم ډول ګټه واخلي.»

اروپایې ټولنې دا هم واضح کړې،چې څومره پیسې به د کومې ادارې له لورې د کومې برخې د ملاتړ لپاره لګول کېږي.

اروپايي  ټولنه وايي:« د یونېسف له لورې د ۱۹۴زره دولتي ښوونکو ته به هره میاشت ۹۰ ایرو ورکړل شي. دا به د ژمي په دوو میاشتو کې ورکړل شي. له دې  به په غیر مستقیم ډول ۸ اعشاریه ۸ میلیونه ماشومان د زده کړو په برخه کې مستفید شي. د ماشومانو د خوارځواکۍ او د ښځو د روغتیا لپاره به ۲۵ میلیونه ایرو ولګول شي. د روغتیا نړیوال سازمان له لورې به ۱۰ میلیونه ایرو، د کویډ – ۱۹  پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ولګول شي.له پولیو سره د مبارزې لپاره به د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف له لارې ۲۵ میلیونه ایرو لګول شي.»

له دې سربېره اروپایي ټولنه به له ۴۵۰ زره کسانو سره د غذایي خوندېتوب په موخه د خوړو او نغدي مرسته وکړي.

اروپایي ټولنه وایې، د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې به ۷۹ میلیونه ایرو،پر زور بې ځایه شویو کسانو د ملاتړ لپاره ولګول شي، چې په افغانستان، ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا کې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist