د ساسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،دافغانستان په تړاو د نړۍ او سیمې هېوادونو وروستي دریځونه متفاوت دي او هر هېواد خپله پالیسي لري.
د دوی پر باور په نړیوال سیاست کې هېوادونه دایمي ملګري او دایمي مخالیفین نه لري او یوازې خپلې دایمي ګټې تعقیبوي.
دوی ټنیګار کوي،چې اسلامي امارت باید د خپلو دایمي او ملي ګټو لپاره د نړیوالو سیاستونو پر وړاندې خپله پالیسي او تګلارې جوړې کړي، تر د هېواد پر ګټه یې راوڅرخوي .
د پوهنتون استاد فیض ځلاند واِيي:« د نړیوال سیاست قاعده دا ده،چې موږ په کې دایمي دوستان او دایمي دښمنان نه لرو او یو څه چې په نړیوال سیاست کې دایمي دي، هغه دایمي ملي ګټې دي. د اسلامي امارت مشران باید د خپلو ملي ګټو له مخې د نړیوالو سیاستونو پر وړاندې خپلې پالیسي او تګلارې عیارې کړي.»
د سیاسي چارو یوشمېر نور کارپوهان وايي، افغانستان له جیوپولوتیک او سیاسي پلوه په داسې ځای کې قرار لري،چې ځینې هېوادونه ورته اړتیا لري او ځینې هغه یې د ځان لپاره یوګواښ ګڼي.
دوی وايي، د دغه حالت پر وړاندې یو داسې سیاست ته اړتیا ده،چې ګواښونه په فرصت او اړتیاوې په رسمیت پیژندنه بدلې کړي .
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« لکه څنګه نړۍ کې هر هېواد پالیسي لري او دغه پالیسې که بهرنۍ دي که داخلي دي، د خپلو ګټو پر اساس یې جوړه کړې وي او اوس ځینې هېوادونه افغانستان ته ضرورت لري،اقتصاد په برخه کې، ترانزیت او سیاست په برخو کې ضرورت لري او ځینې یې فکرکوي،چې افغانستان ورته یو ګواښ دی. اوس د افغانستان حکومت ته په کار دي،چې دغه مسایل تشخیص کړي او له ګواښونو فرصتونه رامنځ ته کړي او د خپلو ګټو پر بنیاد پالیسې غوره کړي. کولای شي د یادو هېوادونو پالیسې په خپله ګټه تمامې کړي.»
بهرنیو چارو وزارت وايي،له لومړي سره هېوادونو د افغانستان په تړاو خپل خپل سیاستونه او دریځونه درلودل او دوی هم ورسره بېلا بېل تعامل لري او ترټولو مهمه یې دا ده،چې له امریکا پرته د نړۍ نور ستر قدرتونه په کابل کې فعالې سیاسي استازولۍ لري.
د بهرنیو چارو وزارت د درېیم ریاست رییس ذاکر جلالي وايي:« له پیل هر هېواد د افغانستان پر وړاندې خپل خپل سیاستونه اوخپل خپل لید لوري درلودل او پر همدې اساس د افغانستان نوی حکومت له ګڼو هېوادونو سره متفاوت تعامل لري. که د رسمیت پیژندنې له زوایې ورته وګورو، له امریکا پرته ستر ځواکونه کابل کې سفارتونه لري.»