د یاد ګمرګ مدیر ذولفقار وایي، په ګمرک کې یې په ټولییز ډول د فساد مخه نیولې او له کبله یې عواید زیات شوي دي .
ذولفقار زیاتوي:« سږ کال له کله نه چې اسلامي امارت راغلی دی، عواید لوړ شوي دي. وړاندې فساد و، د پوستو چیک پاینټونو وو،چې له پټان به موټرو حرکت وکړ، تر ګردیز په له ۱۰ تر ۱۵ ځایه به په کې پیسې اخېستل کیدې.»
هغه زیاته کړه:« کمیشن کارانو به مخکې پنځوس موټرونه را اېستل،لس به یې محصول کړل او د نورو به یې پیسې د دوی جیبونو ته تلې. اوس الحمدالله دا کیسې نه شته او مخه یې نیول شوې.»
اخوا یو شمېر موټر چلوونکي د فساد د مخنیوي له کبله خوشاله دي،خو وایي،ګمرک کې یې کارونه ځنډیږي او اړ دي،چې تر ورځو ورځو انتظار وکړي.
پکتیا کې یو تن موټر چلوونکی وايي:« باید چې مناسب محصول وکړي او مناسب وخت ونیسي، د هر چا کار به روان شي. زه د پنجشنبې پر ورځ راغلی یم،نن مې پنځه ورځ کېږي،تر اوسه مالومات نه شته دی،چې کار به کله خلاص شي.»