Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا ځايي چارواکي: پاکستاني لوري کړې ژمنې نه دي عملي کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/19

په سوېل پکتیا ولایت کې ځايي چارواکي وايي، پاکستاني لوري کړې ژمنې نه دي عملي کړي او  د پنځو میاشتو په تیریدو سره هم پاکستاني لوري پښتونخوا ته د تلوونکو کسان شمیر نه دی زیات کړی او هره ورځ یوازې ۱۰ ناروغانو ته د تګ اجازه ورکوي. 

د پټان ولسوالۍ امنیه قوماندان وقاص وایي، پاکستاني لوري له ژمنو سره سره  پښتونخوا ته د تلونکو کسان شمیر محدود ساتلی. 

وقاص زیاته کړه:« له څنګه به چې مخکې محدود شمیر کسانو ته د تګ اجازه ورکول کیده اوس هم یو محدود شمېر کسانو ته اجازه ورکوي. له موږ سره پاکستاني لوري څو ځله ژمنه کړې وه،چې شمیر به زیاتوي،خو پر ژمنو عمل نه ده کړې.» 

د خرلاچي له لارې پښتونخوا ته تلونکي مسافر اړ دي،چې د تګ لپاره تر څلورو میاشتو انتظار وکړي .

پښتونخوا ته تلونکی یو مسافر وايي:« کور مې د کرښې بلې غاړې پښتونخوا ټل سیمه کې دی،څلور میاشتي کېږي،چې انتظار یم،خو څوک ځواب نه راکوي. ښا تر څو به منتظر یم.»

پښتونخوا ته تلونکی یو بل مسافر بیا وايي:« دلته خلک تر میاشتو انتظار کوي، کم خرچي سره مخ کېږي،که چېرته دغه شمیر زیات شي، نو ناروغان او نور اړ خلک به له ستونزې پرته رسیږي.» 

خلک غوښتنه کوي،چې په پيژندپاڼه دې اجازه ورکړل شي او اسلامي امارت دې هڅه وکړي،چې د کسانو شمیر څو برابره زیات کړي .

د پکتیا یو تن اوسېدونکی روف و ايي:« دا خلک ټول اړ دي، خلک څاروي پلوري،خو یا ویزه نه وي او یا تر میاشتو مسیج ته انتظار کوي.زمونږ غوښتنه دا ده،چې خلکو ته دې په پیژندپاڼو د تګ اجازه ورکړل شي.»

ویل کیږي، وخت ناوخت چې ځینې کسان پښتونخوا ته په نورو قاچاقي لارو د تګ هڅه وکړي،د پاکستاني ځواکونو له لوري وهل ډبول کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist