Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار اوسېدونکي: د تاریخي ابداتو ساتنې ته باید پام وشي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/18

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، ځيني تاريخي سيمي د مخکني حکومت پر وخت غصب شوي او پر وینا یې  اوس نړېدو ګواښ  سره مخ دي، چې باید مسوولين یې مخه ونيسي.

 دوی وايي،د کندهار په زاړه ښار کې د شاه حسين هوتکي د واکمنۍ تاريخي کلا، ځينې سيممې یې د مخکنیو حکومتونو پر مهال غصب او دا مهال د ويجاړېدو له ګواښ  سره مخ ده

دوی زیاتوي، د د مخکني دولت د لرغون پوهانو د سپړنو پروژه هم درېدلې ده او ځيني کسان اوس د دغې تاريخي کلا د ځينو سيمو د غصب په لټه کې دي.

دوی له حکومتي مسوولینو د دغې تاريخي کلا د رغوني او ساتني غوښتنه کوي.

د کندهار د زوړ ښار اوسېدونکی عبدالله وايي،:«د پخواني حکومت پر مهال د زاړه ښار د نارنج ماڼۍ نژدې سيمې غصب شوي دي. موږ د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتنه کوو، چې غصب شوي ساحې دې بېرته خلاصې کړي او د نارنج ماڼۍ ساتنې ته دې پاملرنه زیاته کړي.» 

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مشر نور احمد سعید بيا وایي، د تاريخي سيمو ساتنه او د غصب مخنیوی د دوی له لومړيتوبونو دی.

سعيد وایي، دوی پر داسي يوه پلان کار پېل کړی،چې په عملي کېدو سره به یې د کندهار د ټولو تاريخي سيمو د غصب او له منځه تلو مخنيوی وشي.

سعيد  زیاتوي:« موږ داسې پلانونو باندې کار پیل کړی،چې له مخې یې د تاریخي سيمو د غصب مخنیوی وشي،د ټولو تاریخي سيمو ساتنه زموږ لومړیتوب دی.»

نارنج ماڼۍ د کندهار د زاړه ښار په څنډه کې ۲۳۴۰ کاله وړاندې د مقدوني سکندر د امپراطورۍ پر مهال ودانه شوې ده،چې هغه مهال پوځي اډه وه.

د تاریخ په حواله، هغه وخت چې مقدوني سکندر له يونان څخه راغی، په ټول هېواد کې يې دولس دا ډول ماڼۍ جوړې کړې،چې د (سکندريه ماڼيو) په نوم يادېدلې، نورې يوولس دا ډول تاريخي ماڼۍ په بشپړه توګه له منځه تللي، خو يوازې (نارنج) ماڼۍ پاتې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist