د سیاسي چارو کارپوه احمد شا اندړ وايي:« د چین ځینې سوداګریز اعلانونه په افغانستان کې او د روسې نظامي تمرینات د افغانستان په پوله کې دوی اندېښمن کړي دي. روسیه هم دوه مخی سیاست کوي او کوښښ کوي،د اکراین موضوع غچ له دوی واخلي او د امریکا پام یې یوځل بیا افغانستان ته را اړولی ده.»
په افغانستان کې د امریکا د بیا ښکېلتیا تحلیلونه داسې مهال کېږي،چې واشنګټن د خپل پوځي حضور د پایته رسېدو پرمهال ویلي وو،چې پر افغانستان به له نږدې سیمې څار ولري.
د کارپوهانو په باور دا هغه مخامخ ګواښ ده،چې روسیه، چین او ایران به امریکا سره په سیاسي او اقتصادي جنجالونو واړوي،چې په پایله کې به افغانستان لا پسې خراب وضیعت ته لاړ شي.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« امریکا دوه لسیزې په افغانستان کې وه او دا پانګونه ورته په اخر کې بې ګټې تمامه شوه او ان د دې سبب شوې،چې امریکا د نورې نړۍ له مسایلو هم پښه وباسي،لکه اکراین د جګړې اشتها نه لري، په فزیکي توګه افغانستان ته نه راځي.ښایی په سیاسی لحاظ راشي، خو وخت غواړی.»