Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په بغلان کې د اقتصادي ستونزو له امله د رسنیو او خبریالانو چارې له خنډ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/18

په بغلان ولایت کې یو شمېر خبریالان وايي،د رسنیو د عایداتي سرچینو بندیدو سره د دوی اقتصادي وضیعت هم خراب شوی او ډېری خبریالانو خپلې دندې پريښې او یو شمېر رسنۍ د بندیدو ګواښ سره مخ دي.

خبریال حارث سیار وايي:« خصوصي رسنۍ چې په بغلان ولایت کې فعالې دي، یوازینۍ ستونزه یې د مارکټ نشتوالی او اقتصادي ستونزې دي. یو شمیر خبریالانو د اقتصادي ستونزو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او هېله لرو،چې اسلامي امارت دغو ستونزو په حل کې رسنیو سره مرسته کړي.»

په بغلان کې د رسنیو د همغږۍ مرکز  مشر نورګل اندړوال له چارواکو غواړي،چې  د خبریالانو ملاتړ وکړي او رسنیو سره همکاري زیاته کړي او په وینا یې روان وضعیت به د ګڼو رسنیو دروازې وتړي.

اندړوال زیاتوي:« اقتصادي ستونزې  د سیمه ییزو رسنیو د خبریالانو د کار پر وړاندې خنډ دي او د اسلامي امارت له مسولینو زموږ غوښتنه دا ده،چې په بغلان کې ولایت کې د رسنیو او خبریالانو د ضیعت د ښه کیدو لپاره اقدام وکړي.»

سیمه ییز چارواکي بیا وايي، د بیان ازادۍ ته ژمن دي او رسنۍ  له هر ډول محدودیت پرته کولای شي، چې د حکومتي چارواکو پر کړنو خبرونه جوړ کړي او د خلکو ستونزې تر مسولینو ورسوي.

د بغلان  د اطلاعاتو او کلتور مشر اسدالله هاشمي وايي،د نورو ولایتونو پرتله دلته اقتصادي وضیعت ښه دی او له رسنیو او خبریالانو سره هرډول همکارۍ ته چمتو دي.

هاشمي زیاتوي:« دلته په بغلان ولایت کې هېڅ ډول محدودیت پر رسنیو نشته دی. رسنۍ دلته ازادې دي او څوک چې اندیښنه لري کولای شي وضیعت له نږدې وګوري. د نورو ولایتونو پرتله په بغلان کې ماليي وضعیت هم ښه دی،خو داسې هم نه ده چې  خنډونه بیخي نه شته دی.»

د جمهوریت له سقوط سره سم په ټول هیواد کې رسنۍ له مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي او لاهم دغه ستونزه پر خپل ځای ده.

تیرو پنځه میاشتو کې شااوخوا ۱۵۰چاپي، تصویري او غږیزو رسنیو فعالیت درولی او ګڼو خبریالانو دندې له لا سه ورکړې دي.

اطلاعاتو ته نه لاس رسنۍ بله هغه ستونزه ده،چې افغان خبریالان ورسره مخ دي،خو تر اوسه پورې په دغه برخه کې د مسولینو له لوري کوم اقدام نه دی شوی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist