Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د  بیان ازادۍ کور: اسلامي امارت رسنۍ سانسور کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/18

د افغانستان بیان ازادۍ کور د اسلامي امارت له پنځه میاشتني حاکمیت لاندې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په تړاو اعلامیه خپره کړې ده.

خبرپاڼه  کې د افغان خبریالانو په کار او ژوند اندېښنه ښودل شوې او له حکومتي مشرانو غوښتنه شوې ده،چې د خبریالانو پر وړاندې ستونزې او خنډونه نه رامځنته کوي. 

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، له دې امله ګڼو خبریالانو دندې پریښي، ځینو ته رواني ستونزې پیدا شوي او هغوی،چې دندو ته ځي له ګواښ سره مخ دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«  د افغانستان رسنۍ او خبریالان په بې سارې ډول د اسلامي امارت تر فشار لاندې دي،چې په بېلا بېلو ډولونو خبریالان او رسنۍ تر فشار لاندې راولي. سانسوروي یې او هڅه کوي، د افغانستان ټولې ازادې رسنۍ پر خپل تبلیغاتي وسیله بدلې کړي،چې په دې برخه کې تر یوې کچې بریالي شوي هم دي، ځکه له بېلا بېلو لارو لکه زور، ګواښ او فشار استفاده کوي.» 

د بیان ازادۍ کور همدا راز په خپله خبرپاڼه کې ویلي، اسلامي امارت د راپورونو، مرکې او یا بحثونو وروسته،چې د دوی په خوښه نه وي، ژورنالیستان او خبریالان د ټیلیفون  له لارې ګواښلي او ډارولي دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« له همدې امله یو شمېر هغو تکړه خبریالانو،چې تر اوسه پورې افغانستان کې پاتې دي او د بیان ازادي یې سره کرښه ده،دندې پرېیښي او کور کې په پټه ژوند کوي. د دوی له ډلې یو شمېر کسان پر رواني ناروغیو اخته شوي او ځنې نور چې هره ورځ کار او دندو ته ځي،هره شېبه له خطر سره مخ دي.»

د بیان ازادۍ کور  د اسلامي‌امارت له مشرانو غوښتي،د بیان ازادي،چې د شلو کالو مهمه لاسته راوړنه ده او پرته له رسنیو ښه حکومتولي نه شي کیدای،باید درناوی ورته ولري او له ملاتړ سربیره ورسره همکاري وکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د بیان ازادۍ کور د اسلامي امارت له مشرانو غواړي،چې د خپلو کسانو د خپل سریو مخه ونیسي او د خبریالانو د نارضایتۍ او په هېواد کې د بیان ازادۍ د ډېر محدودیت لامل نه شي.» 

د بیان ازادۍ کور له نړیوالې ټولنې هم په په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.  

 د اسلامي‌امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني سره مو دغه موضوع شریکه کړه،خو نظر یې شریک نه کړ.

 خو له  دې وړاندې اسلامي‌امارت ویلي، د بیان ازادۍ ته ژمن دي او ملاتړ یې کوي. 

 دبیان ازادۍ کور داسې مهال دغه خبرپاڼه خپروي،چې په تیرو پنځه میاشتو کې لسګونه تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ د اقتصادي او نورو ستونزو له کبله تړل شوي او د رسنیو سلګونه کارکوونکو او خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist