Skip to content
په کابل کې د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۲۶ مه» د افغان مخورو ښځو بنسټ ناسته کې ګډونوالو ښځو وویل، د ا سلامي امارت برخه دي او بشپړ ملاتړ یې کوي.
دوی وایي، تپل شوي حکومتونه او غلامي نه قبلوي او نه چاته اجازه ورکوي،چې د خپلو ګټو لپاره افغان ښځې وسیله وګرځوي.
د افغان مخورو ښځو بنسټ مشره تاجوره کاکړ وايي:« نړې دې پوه شي،چې موږ له اسلامي امارت ملاتړ کوو او د اسلامي امارت په بدنه کې ښځې شتونه لري. افغان ښځې یې ملاتړ کوي، ښه به دا وي، چې نړۍ هم پوه شي.»
د افغان مخورو ښځو بنسټ وایي، که امریکا او نوره نړۍ ریښتیا هم ځانونه د بشر حقونو ته ژمن بولي، نو ولې یې د خپلو بندیزونو له امله شااوخوا ۴۰ میلیونه افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هڅو هرکلی او مننه وکړه،چې غواړي د افغانستان کنګل کړې شتمني خوشې شي.
د افغان مخورو ښځو بنسټ مشره تاجوره کاکړ وايي:« دا چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ګام پورته کړی او غواړي،چې د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې شي، موږ یې د دې کار ملاتړ او هرکلی کوو.»
په ورته وخت کې کاکړ له اسلامي امارته وغوښتل،چې د ښځو چارو وزارت بېرته فعال کړي، تر شپږم ټولګیو دې ټولو ښوونځیو ته ښځینه ښوونکي وګوماري، په پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو کې ښځې د مرستیالې په توګه وګوماري او د کونډو برخه دې د شهیدیانو وزارت څخه جدا او ښځو چارو وزارت پورې اړوند کړي.
کاکړ زیاته کړه:« غواړو چې د ښځو چارو وزارت بېرته فعال او ښځو ته وسپاري،چې افغان ښځې مشخص ادرس ولري او خپلې ستونزې او وړاندیزونه له دې لارې اسلامي امارت سره شریک کړي.»
اخوا د یاد بنسټ یو شمېر نورې غړې وايې، په تیر حکومت کې د ښځو حقونو خبره نمایشي وه او همېشه یې په نوم پروژې جوړې شوي،چې په میلیونونو ډالر حیف ومیل شوي دي.
دوی ادعا کوي،چې اوس هم افغانستان کې د ښځو حقوقو په نوم سوړ جنګ روان دی، غلط ذهنیتونه خپرېږي او د پردیو د ګټو لپاره له افغان ښځو استفاده کېږي.
د افغان مخورو ښځو بنسټ غړې مژګان یوسفزۍ وايي:« جیبونه یې د ښځو حقونو په نوم ډک کړل او هغه څه یې پر موږ تحمیلول،چې زموږ له دین او افغاني ارزښتونو سره یې سمون نه درلود او په ټولنه کې یې منفي پایله درلوده او هره ورځ د امن کورونه له هغو ښځو ډکېدل چې تاوتریخوالی ورسره کېده.»
د افغان مخورو ښځو بنسټ یوه بله غړې زرغونه وردک بیا وايي:« په هغه وخت کې چې په ملیاردونه ډالر د ښځو حقوقو په نوم اېستل کېدل او شخصي جیبونو ته تلل،هغه د افغان ښځو په درد نه دوا کېدل، په لرې پرتو سیمو کې افغان ښځې بې وسیلې وې، خو کابل او نورو ښارونو کې بیا زیات بې ځایه لګښتونه کېدل.»
په ټوله کې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم ښځو ته د کار کولو او زده کړو حق ورکول یې نورې غوښتنې وې او له نورو ښځو یې وغوښتل،چې اسلامي او افغاني حجاب او کلتور ته دې په سپکه نه ګوري او نه د ټولو ښځو استازولي کولی شي.