Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان بانک: د خصوصي بانکونو وضیعت د ښه والي په لوري روان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/18

 د افغانستان بانک ویاند صابر مومند وايي،د افغانستان بانکي نظام له سقوط ژغورل شوی او د بېرته عادي کولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.

مومند وايي،هڅې روانې دي،ترڅو په هېواد کې د بانکونو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي او هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه:« د افغانستان بانک بانکي نظام د څارونکي په توګه هېوادوالو ته ډاډ ورکوي،چي د افغانستان بانکي نظام د ښه والي پر لور روان دی. ډېر ژر به یې کړنې په عادي توګه پیل شي.»

په همدې حال کې یو شمېر سوداګر او افغان پانګوال نیوکه لري،چې لا هم بانکي سیستم له ګڼو ستونزو سره مخ دی او  پر و ینا یې  که دا وضعیت دوام وکړي،یو شمېر خصوصي بانکونه به سقوط وکړي.

سوداګر میرزا کټوازی وايي:« د افغانستان بانکونه اوس هم په بد حالت کي دي،ترڅو چي د نړیوالو له لوري کنګل شوي پیسې خوشي نه شي دا ستونزه به دوام ولري.»

ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ خونه هم د افغانستان بانکي نظام له ستونزو  او ننګونو ډک بولي او په باور یې د خلکو پروړاندې یې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

د سوداګرۍ خونې غړی احمد ضیاء  شنوزاده  وايي، د پیسو لېږد رالېږد بندېدو له امله سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

شنوازاده  زیاته کړه:« د ملګروملتونو کومې مرستې چې د افغانستان بانکونو سره کېږي،نه شي کولای ستونزي یې حل کړي. د افغانستان بانکونه په بد اقتصادي حالت کې دي  او ان  خلکو خپل باور ورباندي له لاسه ورکړی دی.»

د افغانستان بانک مسوولین داسې مهال د بانکي سیستم بېرته  عادي حالت ته د راګرځولو لپاره هڅې زیاتې کړي،چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د افغانستان بانکي سیستم له ستونزو سره مخ دی،پر بانکي خدمتونو او پیسو اېستلو بندیزونه وضع شوي او تر اوسه پورې بانکي سیستم عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist