Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د چین سفیر: افغانان حق لري د خپلې خوښې نظام ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/17

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې ویلي، افغانان حق لري،چې د خپلې خوښې او پر دیني ارزښتونو ولاړ نظام ولري. 

وانګ یو وايي،هېواد یې ژمنه کوي،چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاس وهنه نه کوي او نړیوال هم باید پردۍ مفکورې پر افغانانو تحمیل نه کړي،ځکه افغانان ورسره حساسیت لري. 

وانګ یو  زیاته کړې:« افغانان حق لري،چې په خپل هېواد کې د خپلې خوښې او په خپلو ديني کلتوري ارزښتونو ولاړ نظام جوړ کړي. چین هېواد ژمنه کوي،چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.د تیرو شلو کلونو تجربې زموږ مخې ته پرتې دي او موږ له نړیوالو غواړو،چې افغانان پریږدي د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي او هڅه ونه کړي،چې پر افغانانو پردۍ مفکورې وتپی،ځکه افغانان له پرديو مفکورو سره حساسیت لري.» 

دچین سفیر د افغانستان د تیرو دوه لسیزو ستونزو پړه پرامریکا اچوي او زیاتوي،چې واشنګټن باید په افغانستان کې د روان بشري ناورین مسوولیت ومني او په دغه برخه کې باید له افغان ولس سره مرسته وکړي او ګنګل شوې پیسې یې هم راخلاصې کړي. 

وانګ یو  زیاتوي:« د تیرو شلو کلونو د ټولو ستونزو پړه د امریکا پر غاړه ده،نو بايد چې په افغانستان کې رامنځته شوي بشري ناورین مسووليت هم امریکا پر غاړه واخلي او له  افغانانو سره مرسته وکړي او هم ېې کنګل شوې شتمني ورخلاصه کړي.» 

په ورته وخت کې وانګ یو وايي، له اسلامي امارته یې غوښتنه  دا ده،چې د دوحې تړون له مخې باید د افغانستان خاوره د چا پرضد ونه کارول شي او بیجینګ هم له کابله همدا تمه لري .

د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني  بیا له بیجنګ تمه لري،چې د کابل اوسني حکومت په رسمیت پیژندنه کې ورسره مرسته وکړي.

حقاني ډاډ ورکړی،چې د افغانستان خاور به د هېڅ لوري پر ضد ونه کارول شي.

حقاني زیاته کړې:« چین هېواد دې له افغانانو سره په دې حساسو شرایطو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پیژندنې په برخه کې هم مرسته وکړي. اسلامي امارت ټولې هغه کړې ژمنې عملي کړي،چې له نړۍ او ګاونډیو هېوادونو سره یې کړې وې،چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد نه کارول کېږي.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي،چین د سیمې او نړۍ پر کچه له اقتصادي او نظامي پلوه زبرځواک دی او بېجینګ سره د کابل اړیکې کولای شي،په سیاسي او اقتصادي برخوکې ګټورې تمامې شي. 

په کابل کې د چین سفیر زیاته کړه،چې امریکا غواړي،د اقتصادي بندیزونو په لګولو سره د خپلې ماتې غچ له افغانانو واخلي او واشنګټن ټول شموله حکومت، بشري او میرمنو حقونه، د بیان ازادي د پلمې په توګه کاروي،خو چین به د افغانانو ارزښتونو ته په درناوي له افغانانو سره کار وکړي،چې پر خپلو پښو ودریږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist