د پکتیا مستوفي احمد الله حقاني وایي،په دغه ولایت کې یو شمېر شرکتونه او اصناف یې له تیرو ۱۸ کلونو راهیسې پوروړي دي او تر اوسه پورې یې مالیه نه ده تحویل کړې.
حقاني وايي، د دغو شرکتونو او اصنافو پر وړاندې به نږدې راتلونکي کې جدي اقدامات وشي.
حقاني زیاته کړه:« بدبختانه باید ووایم،چې داسې شرکتونه او اصناف شته دی،چې له ۱۳۸۲ کال راهیسې یې مالیات نه دي تحویل کړي. مرکز ته مو په دې اړه راپور ورکړی او نږدې راتلونکي کې به یې پر وړاندې جدي اقدامات وشي.»