د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« د امریکا حکومت په شدید ډول د اروپايي هېوادونو او متحدینو تر فشار لاندې دی،چې بندیزونه پای ته ورسوي. همدا لامل دی،چې داسې ګڼل کیږي،امریکا دوه ګونی سیاست لري. ځکه هغه اړه ده،چې هم کانګرس خوشاله وساتي،چې بندیزونو ته دوام ورکړي او هم اروپايان راضي کړي،چې مرستې واستوي.»
امریکا په تیرو حکومتونو کې هم بشري مرستې په مستقیم ډول د افغانستان حکومتونو ته نه دي ورکړي او د نړیوالو بنسټونو او موسسو له لارې یې کړې دي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي،امریکا دغه بشري مرستې هم د افغانستان د تخریب لپاره کړي دي او اوس یې هم کوي،ترڅو نړیوالو ته ځان ښه ثابت کړي.
د سیاسي چارو شنونکی بلال فاطمي وايي:« طالبان د خلکو له منځ راغلي او د خلکو لوږه درک کولای شي او ښه ویش کولای شي،خو امریکایان دا نه غواړي او دوه ګونی سیاست لوبوي.چې ناورین او بحران رامنځ ته شي. هغوی غواړي،چې ځان بشري حقونو بنسټونو ته هم ښه وښايي او د بندیزونو له امله پر اسلامي امارت سیاسي فشارونه هم راوړي.»
اخوا یو شمېر نور بیا وايي، امریکا او اسلامي امارات دواړه باید دا هڅه وکړي،چې افغان ولس د دوی د سیاسي کړکیچ قرباني نه شي.
د سیاسي چارو شنونکی صلاح الدین سعیدي وايي:« دا چې د امریکا متحده ایالات او نړۍ چې وايي موږ له افغانستان سره مرسته کوو،خو دغه مرسته باید د اسلامي امارت له لارې نه وي، دا سم وايي. طالبانو ته په کار ده،چې په تمامه مانا ژمنه وکړي او خپله دعوه پوره کړي،چې امکانات برابر کړي ترڅو خپل مسلمان ملت ته مرسته ورسیږي.»
دغه خبرې وروسته له هغې کېږي،چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ یو ځل بیا ژمنه کړې وه،چې افغانستان به یوازې پرې نږدي،خو کومې مرستې چې استوي، هغه به د اسلامي امارات له لارې ونه ویشي.