Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خبریالانو ملي ټولنه:هېواد کې  ښايي ډېری رسنۍ سقوط شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/17

د افغانستان خبریالانو ټولنې د رسنیو مسوول مسرور لطفي د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۲۶ مه» په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، ښایي په  افغانستان کې ډېری رسنۍ له دې امله سقوط وکړي،چې مالوماتو ته لاس رسی ورځ تر بلې محدود کېږي.

مسرور وايي، د رسنیو د فعالیت برخه کې د قانوني او حقوقي سند نه شتون لامل شوی دی،چې مالوماتو ته لاس رسی محدود شي.

هغه وايي، همدا لامل دی،چې ځینې وخت خبریالان د خبري پوښښ پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ کېږي او ځېنې وخت د اسلامي امارت د مسوولینو ترمنځ سلسله مراتب هم نه مراعت کېږي.

مسرور وايي، دغې ټولنې د خبریالانو ترمنځ یوه  ټولپوښتنه  هم کړې،چې اتیا سلنه خبریالان له شته وضعیت ناراضه دي.

لطفي زیاته کړه:« جدي ستونزه د قانون نشتوالی دی،چې شخصي سلیقه یې رامنځته کړې او کله چې دا ستونزه حل شي، نو که کوم خبریال ته ستونزه پېښېږي موږ کولی شو،د قانون له مخې ستونزه حل کړو.»

په ورته وخت کې لطفي وایي، د اسلامي امارت مسولینو ورته ویلي،چې له ښځینه او نارینه خبریالانو سره هېڅ ستونزه نه لري،خو په وینا یې بیا ولایتونو کې مالوماتو ته لاسرسی ډېر ستونزمن دی.

طفي مني چې کابل کې وضعیت د ښه کېدو په حال کې دي.

هغه زیاتوي:« کابل د ټول افغانستان بیلګه نه شي کېدای،ځکه ولایتونو کې ډېرې ستونزې شته دی. موږ په ټولپوښتنه کې له ولایتونو هم خبریالان پوښتلي دي.»

په دې وروستیو کې اسلامي امارت د ګڼو وزارتونو او ادارو لپاره ویاندویان ګومارلي،چې څنګه کېدای شي،له رسنیو سره پیاوړې اړیکې ولري او مالوماتو ته لاسرسی زیات شي.

دا په داسې حال کې ده،چې په تیرو دوه لسیزو کې افغانستان کې د رسنیو د فعالیت او مالوماتو ته د لاس رسي په موخه قانوني او حقوقي سند موجود و،چې له مخې، رسنیو فعالیت او دوام درلود، خو د اسلامي امارت په راتګ سره دغه قانوني او حقوقي سند تر اوسه نه شته دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist