Skip to content
د پاکستان لومړي وزیر د کابینې غړو سره ناسته کې د کورنیو مسایلو سربېره د افغانستان بشري ناورین په تړاو هم خبرې کړي او له هغوی یې غوښتي،چې له دوستو هېوادونو سره
همکاري وکړئ.
عمران خان له یو شمېر خپلو وزیرانو غوښتي،چې افغانستان ته داسې متخصص کسان ولېږئ،په روغتیايي، مخابراتو او بانکداري برخه کې وړتیاوې ولري،ترڅو هلته د بشري ناورین مخنیوی وشي.
د خان دغو څرګندونو دعامو افغانانو او پخوانیو چارواکو او سیاسیونو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي،افغانستان زرګونه مسلکي، تجربه لرونکي، متخصصین او لوستي ځوانان لري او په دې برخه کې د هېڅ هېواد مرستې ته اړتیا نه شته دی.
هغه زیاته کړې:« افغانستان مجربه متخصصین کادرونه او سلګونه زره ښځينه او نارینه ځوانان چې په دننه افغانستان او بهر کې یې لوړ تحصیلات کړي دي،په واک کې لري. افغانستان ته د بهرني کاري ځواک رالېږلو ته هېڅ اړتیا نشته دی او نه دا تشته محسوسېږي.»
له سیاسونو سربیره زرګونه عامو افغانانو هم د عمراخان څرګندونو ته غبرګون ښودلی او زیاتو ځوانانو هغه ننګولی،چې د خپل هېواد لپاره بې تنخواه شپه او ورځ کار کولی شي.
د خواله رسنیو کاروونکي سلیم یعقوبي په خپله پاڼه هېشتګ کارولی او ویلي یې دي:«زه حاضر یم،د هېواد د ښه راتلونکي لپاره په رضا کاره توګه د شپې تر لسو بجو کار وکړم. تر څو راتلونکی نسل مو د پنجابیانو له پیغوره خلاص کړو. عمرانه! موږ کؤلای شو،خپل هېواد مو آباد کړو، تاسو یوازې جنګونه مه رالېږئ. موږ پریږدئ،چې کار وکړو او دا هېواد زرغون کړو.»
د عمران خان د څرګندونو په اړه د عامو افغانانو غبرګونونه توند خو ویشلي دي. یو شمېر فعالانو خان ننګولی دی،چې د بشري قوې پرځای دې د هندوستان له خوا افغانانو سره د غنمو مرستې لېږد ته اجازه ورکړي،خو ځینو بیا هغه لوستي او مسلکي افغانان چې تیرو څو میاشتو کې له افغانستانه بهر ووتل ننګولي دي.
محمد نعمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:« د عمران خان دغه خبره،چي غواړي، افغانستان ته پاکستانې بشري قوه ولېږي، د هغوﺉ پر ضمېرونو د لعنتونو سیلاب دی،چي پوره شل کاله یې د بیت المال په لګښت تحصېل او زده کړي وکړې، خو اوس له هېواده بهر کمپونو کي غمجني ټپې وایي.»
له دوی سربیره زرګونه افغانانو د عمران خان څرګندونو ته چې د افغانستان اوسنی حکومت یې د مسلکي او متخصصو کارکوونکو له کمښت سره مخ بللی دی،غبرګونونه ښودلي دي.
اخوا اسلامي امارت بیا دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان په کافي اندازه متخصصین،مسلکي ځوانان، علمي کادرونه او تجربه لرونکی بشري ځواک لري او په دې برخه کې د هېوادونو مرستې ته اړتیا نه لري.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان داسې مهال خپلو وزیرانو سره ناسته کې افغانستان ته د بشري قوې رالېږلو یادوونه کوي،چې پرافغانستان د اسلامي امارت له واکمن کېدو سره نږدې ۱۵۰ زره افغانان یوازې امریکا ته ووتل،چې ښايي سلګونه تنه یې د پخواني حکومت مامورین وو.
اسلاميامارت وايي، د تیرو حکومت ملکي مامورین پرخپل ځای پاتې دي او عملا خپلو دندو ته راځي.