یو تن افغان خبریال وايي:« ځینې کسان چې موږ نه پوهېږو،خبریالان دي او که نه؟ خو د خبریالانو په ګروپونو کې شریک دي او هڅول کوي،چې خبریالان باید لاړ شي او منفي موضوعات راوڅپړي. د ښځو لاریونونو کې برخه واخلي او د نظام په خلاف تبلیغات وکړي.»
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنه له رسنیو او خبریالانو غواړي،چې په خپل سرو پروګرامونو کې برخه وانه خلي، ملي ګټې په پام کې ونیسي او په ټوله کې له منفي تبلیغاتو ډډه وکړي.
دغه ټولنه وایي،رسنۍ او خبریالان دې خپل رسالت په سمه توګه اداء کړي، حقیقتونه او واقعیتونه دې روښانه کړي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې د رسنیو مسوول مسرور لطفي وايي:« رسنۍ د واقعیت له پلوه نباید منفي تبلیغات وکړي،ځکه دا یو اصل دی،خو د رسنیو رسالت دا دی، چې واقیعتونه روښانه کړي،هغه کې په هر لوري منفي او یا مثبت اغیز ولري اګر که د دولت په خوښه نه وي، خو باید حقیقت وویل شي..»
د اسلامي امارت له مسؤلینو هم غوښتنه ده،چې د رسنیو له مسوولینو سره دې ناستې وکړي، مالوماتو ته د لاسرسي او نورو برخو کې د شته ستونزو لپاره دې حل لارې وګوري.