Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوترېش: له زده کړو د نجونو راګرځول د توجيې وړ نه دي

ګوترس: نړیواله ټولنه باید د افغانستان مرکزي بانک شتمني ازاده کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/15

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترس په نیویارک کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، نړیواله ټولنه باید د افغانستان مرکزي بانک شتمني ازاده کړي،ترڅو د اقتصادي او ټولنیز نظام د راپرځېدو مخه ونیول شي.

ګوترس وایي،کنګل کوونکی ژمی او کنګل کړې پیسې د افغانانو لپاره یو ناوړه ترکیب دی،چې افغانان یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي.

هغه وایي، بیوزلۍ د افغانستان خلک د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ کړي او اړتیا ده،چې پر وړاندې یې نړۍ پر ګډه مبارزه وکړي.

ګوترس زیاته کړه:«کنګل کوونکی ژمی او کنګل شوې شتمني د افغانانو لپاره مرګونی ترکیب دی. موږ له نړیوالې ټولې غواړو،چې د افغانستان مرکزي بانک شتمني دې ازادې کړې،ترڅو دلته د اقتصادي او ټولنیز نظام د سقوط مخه ونیول شي.» 

په ورته وخت کې ګوترس وايي، د افغانستان له نمایي نفوس ډېر خلک ژوند ژغورنکو بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي:« افغانستان کې خلک خپل ماشومان پلوري،ترڅو خپلې کورنۍ ته خواړه برابر کړي، روغتیايي مرکزونه له یخ کړیږي،خلک د خونو ګرمولو لپاره خپله شتمني سوځوي او له نیمایي زیات نفوس د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري.» 

ملګرو ملتونو ته د اسلامي امارت نوماند سهیل شاهین د ګوترس څرګندونو هرکلی کړی او زیاته  کړې یې ده،چې هغه د افغانستان حقایق وړاندې کړي دي.

شاهین د ملګرو ملتونو له سرمنشي مننه کړې ده،چې په روان سخت ژمي کې یې د افغانستان خلکو وضیعت ته پام دی.

 شاهین زیاتوي:« زه د افغانستان کنګل شویو شتمنیو د خلاصولو او بانکي سیسټم د بیا عادي کولو په تړاو د ملګرو ملتونو سرمنشي د څرګندونو هرکلی کوم. هغه د افغانستان واقیعتونه بیان کړي دي. هغه قوانین باید په داسې شرایطو کې وځنډول شي،چې د خلکو ژوند او اقتصاد د ژغورولو لپاره د پیسو د استعمال مخنیوی کوي.» 

انتونیو ګوترس د هغو پنځه میلیارده  ډالرو غوښتنې په تړاو وویل،چې دا لومړی ځل دی،چې ملګري ملتونه د یوه هېواد لپاره د دومره پیسو غوښتنه کوي.

هغه وایي، دا پیسې د دې ښکارندويي کوي،چې په افغانستان کې وضیعت څومره نازک دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist