Skip to content
په زابل ولایت کې د ۲۰۵ البدر قول اردو مسوولینو له دې قول اردو تازه ۳۰۰ تازه فارغ شویو سرتېرو فراغت غونډه کې د وینا پر مهال وویل، د نوي پوځ د جوړولو په موخه یې د سرتېرو د روزنې لړۍ چټکه کړې ده.
د یادې قول اردو قوماندان مولوي حماد وايي، له روزل شویو سرتېرو به د ښارونو، ولسوالیو او کلیو امنیت او نظم لپاره ځانګړې قطعې جوړې کړي.
حماد زیاتوي:« موږ هڅه کوو،چې سرتېرو ته د پوځي زده کړو د روزنې لړۍ چټکه کړو، په دې سره به د ښارونو، ولسواليو او کلیو امنیت او نظم خوندې شي.»
غونډې ته یوه دیني عالم د خپلې وینا پر مهال له تازه فارغو شویو سرتېرو غوښتنه وکړه،چې د خلکو هېلو ته درناوی وکړي.
دیني عالم عبدالصمد وايي:« تاسو د ولس پانګه یاست، دا ولس غواړي، خپله پانګه یې په سم ډول وکارول شي، نو د دې ولس ټولې هېلې تاسو ته دي. تاسو د دې ولس هېلې پوره کړئ.»
د البدر قول اردو مسوولین داسې مهال د سرتېرو د روزنې د لړۍ د چټکتیا خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د دفاع ورازت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب هم د نوي اردو او ځواکونو د جوړېدو د هڅو خبر ورکړی و.