فراه ولایت په فراه رود والسوالۍ کې له یوې دیني مدرستې د فراغت غونډه کې دیني عالمانو پر عصري او دیني زده کړو ټېنګار وکړ او له خلکو وغښتل،چې پر خپلو ماشومانو باندې تعلیم وکړي.
دوی د زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او هغه کسان یې غوره وبلل،چې زده کړې یې کړي دي.
لا هم د بېلا بېلو ستونزو له امله له شپږم پورته د نجونو ښوونځي او دولتي پوهنتونونه نه دي پيل شوي،چې خلک یې تل د بیا پیلېدو غوښتنه کوي.
د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالي عبدالباقي حقاني څو ورځې وړاندې ډاډ ورکړ،چې ډېر ژر به دولتي پوهنتونونه پيل شي.