Skip to content
د کابل نړیوال هوايي ډګر مسوولین وايي، له دغه ډګره تلونکي مسافر نه شي کولای،چې له ۵ زرو ډالرو ډېر له ځانه سره یوسي.
د یاد هوايي ډګر مشر عبدالهادي حمدان وایې، د لومړي وزیر د دفتر له لارښوونې سره سم یو کس یا یوه کورنۍ نه شي کولای،چې له ۵ زرو ډالرو ډېر له ځان سره یوسي.
د حمدان په خبره، هغه کسان چې بهر ته ځي، د ضروت لپاره د ۵ زرو ډالرو وړلو ا جازه لري.
د کابل نړیوال هوایي ډګر مشر وایي، له تېرو څو ورځو راهیسې یې هغه کسان هم نیولي دی،چې آن د ماشومانو په پمپر کې یې ډالر لېږدول.
د هغه په خبره، هغه کسان چې له ټاکلې اندازې ډېر ډالر یا طلا بهر ته لېږدوي، نیول کېږي او په پام کې نیول شوې سزا به ورکول کېږي.
له دې وړاندې یو کس کولی شول، چې تر۱۰ زرو ډالرو او په همدې اندازه سره زر بهر ته ولېږدوي.