Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د امیرخان متقي پر مشرۍ پلاوی به د ترانزیت ترڅنګ٬ د تجارت٫ تعلیمي بورسونو او ټاپي پروژې په تړاو ترکمنستاني چارواکو سره خبري اتري ولري.
کریمي زیاته کړه:« د ترکمنستان هېواد په رسمي بلنه ورغلی دی،له ترکمنستاني چارواکو سره به په ترانزیت مسایلو دوه اړخېزو اړیکو او ټاپي پروژې په تړاو لیدني ولري.»
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا وايي، سفرونه چې بېلابېلو هېوادونو ته ترسره کیږي،ګټور دي،خو مهم د افغانستان اقتصاد دی،چي د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی یونس ځډران:« کوم سفرونه چې کیږي، ګټور دي،خو ترټولو مهم د رسمیت پیژندل دي اقتصادي اړیکو په برخه کي له ترکمنستان سره خبري وشي.»
یو شمیر نور بیا دغه سفرونه د اسلاميامارت د رسمیت پيژندلو لپاره اړین او مهم بولي او ټینګار کوي،چې اسلاميامارت دې د نړیوال مشروعیت لپاره هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.
له دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ یو پلاوی ایران ته تللی و،چې هلته یې د اقتصادي اړیکو سربېره د مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود او اسماعیل خان سره هم لیدل وو او غوښتنه یې ترې کړې وه،چې خپل هېواد ته دې راستانه شي.